لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپينه ماڼۍ: د ايران د 22 کلنې مهسا اميني مړينه د بخښلو نه ده


A photo purporting to show Mahsa Amini on a ventilator as been circulating on social media.

د امریکې سپینې ماڼۍ د 22 کلنې ايرانۍ جينۍ مهسا اميني په مړينه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي د هغې مړينه د بخښلو نه ده. سپینې ماڼۍ زیاته کړې امریکا به د دغه ډول بشري حقونو په سرغړونه د ايراني چارواکو سره حساب کول دوامداره ساتي.

د امریکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جېک سلوېن ويلي، امریکا د 22 کلنې مهسا ميني په مړينه ژوره اندېښنه لري څوک چې د ايران اخلاقي پوليسو په مبينه توګه په بند کې وهلې وه. د هغې مړينه د بخښلو نه ده.

په ايران کې په ټولنیزو رسنيو احتجاج شوی او ويل شوي ځوانه ايراني جينۍ چې د ايران اخلاقي پوليسو د ايران د حجاب د سخت قانون لاندې نيولې، هغه بيا د کومه يا بې هوشۍ حالت ته تللې او مړه شوې ده.

د جمعې په ورځ د ايران سرکاري ميډيا ويلي، د صدر ابراهيم ريسي په امر د کورنيو چارو وزارت او د تهران څارنوال د مهسا اميني د مړينې د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

پوليسو ويلي، دغه 22 کلنه جينۍ هغه وخت ناروغه شوه چې د اخلاقي پوليسو په تاڼه کې يې د نورو نيول شوو ښځو سره انتظار کولو.

د ايران اخلاقي پوليسو په ټولنيزو رسنيو لګول شوي دغه تورونه رد کړي چې هغه وهل شوې ده، پوليسو ویلي، د تفصيلي پلټنو په بنياد معلومه شوې چې هغه په سټېشن ګاډي ته منتقل کړی شوې هیڅ جسماني تشدد پرې نه دی شوی.

له دغې وړاندې پوليسو ویلي وو چې په اميني د زړه دوره راغلې وه.

د اې پي خبري ادارې ترمخه دغه جينۍ روانه اوونۍ د ايران اخلاقي پوليسو د نامناسبه حجاب په تور نيولې وه. د راپورونو ترمخه اميني هغه وخت نيول شوې چې هغه د وروڼو سره د اورګاډي په سټېشن ولاړه وه.

د ايران دپاره د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مېلي ويلي، د مهسا اميني د نامناسبه حجاب له امله نیول او په حراست کې د ټپي کېدو وروسته د هغې مړينه دردونکې ده.

نوموړي ويلي، ايران دې د ښځو د بشري حقونو کارولو په مهال د دوی په ضد تشدد ودروي او د مړينې په پېښه کې د زمه وارو سره دې حساب وکړي.

د کال 1979 د ايران د انقلاب وروسته د ايران د شريعت ترمخه ښځې پابندې دي چې مخ پټ کړي او اوږدې جامې واغوندې چې پټې وي، د دې قانون سرغړونکې نيول کيږي جرمانې پرې لګول کيږي او دا قانون د ايران اخلاقي پوليس عملي کوي

XS
SM
MD
LG