واشنګټن - د اوکراین صدر ویلادیمیر زېلینسکي ویلی دي چې تر دې دمه د ازيئم په ډلیز قبر کې د څلور سوه څلوېښتو نه زیات مړي موندل شوی دي.
ده زیاته کړی ده چې داسې شواهد هم رامخې ته کيږي چې ښایي د روس پوځیانو د مزې د پاره هم په دغه ځآی کې خلک په ډزو ويشتلي وي.
زېلینسکي وویل، چې د خارجي غړو په شمول روسي ځواکونو تر میاشتو پورې خلک په بند کې ساتلی وو. ده د سري لنکا د هاغو زده کونکو مثال ورکړو، کوم چې د روس د یرغل په وخت د اوکراین د کپيانس د طب په پوهنتون کې زده کړې کولې.
دغه کسان د مارچ د میاشتې راهېسې نیول شوي وو.
زېلېنسکي زیاته کړه چې د خارکېف د سيمې د ازادۍ وروسته دغه کسان را ازاد کړل شوی دي او مناسب طبي مرستې ورسره کيږي.
زېلېنسکي د نړيوالو غټو کمپنو د خوا په روس کې د کاروبار ځنډولو او یا بیا ختمولو ته هم هرکلی ویلی دې او دا يې د انسانیت او ازادۍ د تحفظ د پاره د غټو کمپنو اهمه فيصله بللې ده.
بل پلو د برتانيې د دفاع وزارت د خالي یا شنبې په ورځ په ټويټر ویلی دي چې اوکراین د هېواد په شمال ختیځو سيمو کې ځوابي عمليات کوي او روس د سواتوف ښار او اوسکل سېند ترمنځ سیمو کې خپل دفاعي کرښه جوړه کړی ده.
روس په ممکنه توګه په دې سیمه کې خپل واک ساتل غواړي ځکه چې دا د کومک د پاره یوه اهمه لاره ګڼل کيږي.
د جرمنی او یونان د دفاع وزیران په دې صلاح شوی دي چې اوکراین ته د بي اېم پي – ۱ څلوېښت ټېنکونه ورکړي.
د اوکراین د خوا د ځوابي عملياتو په اړه یوې پوښتنې ته د ځواب په وخت د روس صدر ولادمير پوټېن د جمعې په ورځ ویلی دي چې روس خپله پوځي تګلاره کې د بدلونه اراده نه لري او په دوي هېڅ تادي نشته. پوټېن په اوکراین د ترهګرۍ د ګامونو تور ولګولو او زیاته يې کړه چې دوي ډېر د زغم نه کار اخلي.