واشنګټن- د امريکا په سرښار واشنګټن کې د جمعې يه ورځ د ملک موجوده او پخواني چارواکو په يوه غونډه کې انديښنه څرګنده کړه چې امريکا په ځينې مهمو ټېکنالوجيز کې د چين نه وروستو پاتې کيږي.
ګډونوالو وويل امريکا د نامعلوم راتلونکي سره مخ ده او ممکن ده نور هېوادونه د نوي دور د مواصلاتو او کمپيوټر ټېکنالوجي په جوړولو کې د امريکا د تاريخي سرخيل حيثيت وګواښي.
دا غونډه سپيشل کمپيټيټيو سډيز پراجېکټ نومې ادارې چې د ګوګل پخوانی مشر ايرېک شمېټ يې چلوي راجوړه کړې وه او مقصد يې دا و چې “د دې پخلی دې وشي امريکا منظمه ده او دا حيثيت لري چې د کال 2030 پورې د ټېکنالوجي د روان اقتصاد په مسابقه کې ګټونکې ده”.
ګډونوالو دا تاثر لرلو چې امريکا د روانې مقابلې په ګټلو کې د ننګونو سره مخ ده.
څو ورځې وړاندې يادې ادارې په خپل يو خور کړل شوي رپورټ کې اټکل څرګند کړی چې څه به کيږي کچرې د ټېکنالوجي په ميدان کې چين په نړيواله کچه سرخېل جوړ شي.
په رپورټ کې د چين په اړه ويل شوي “په دې پوهېدل پکار دي چې يو داسې حالت ته کتنه وشي يو ټولواکه رياست د ډېجېټل دنيا په خپله ولقه کې واخلي او د نړۍ په هر فورم کې د دې د چلولو واکمن شي، د دې د جوړولو حيثيت ولري او په عامه کچه دا توان ولري داسې ټېکنالوجي لکه بايوټېک او د نوې ځواک ټېکنالوجي ته لاس رسی لري چې په راتلونکي کې خپله ټولنه، اقتصاد او پوځ په نوي شکل بدل کړي”.
رپورټ په دې هم رڼا اچوي چې دې ته دې هم پام وګرځول شي که چرې يو داسې راتلونکی وي چې د امريکا په ځای چين د ټريلينز ډالرو کاروبار چې د نوې ټېکنالوجۍ نه ولاړيږي په خپل لاس کې واخلي او بيا دا توان د ډيموکراسۍ په ځای د ټولواکۍ د نظام خورولو د پاره استعمال کړي.
د رپورټ په يوه تته برخه کې دا هم ويل شوي د پام وړ ده کچرې چين يو داسې خپلواکه انټرنېټ نظام جوړوي چې د کارولو سره به يې هېوادونه خپلو خلکو ته د معلوماتو لړۍ محدوده کړي او دا که بيا داسې وي چې چين دغه مهمه ټېکنالوجي په خپل اختيار کې لري نو دې ته کتنه اړينه ده.
د رپورټ په پايله کې دا خبرداری ورکړل شوی په داسې يو حالت کې به امريکايي پوځي ځواک په چين د ټېکنالوجۍ لاس بری وبايلي او ممکن ده چين د داسې حيثيت په ګټلو وتوانيږي د مايکرو الېکټرانکس او نورې مهمې ټېکنالوجۍ د رسد لارې وتړي.
غونډې ته په خپله وينا کې د وايټ هاوس د امنيت صلاح کار جيک سوليون د ورکړل شوي خيال سره اتفاق څرګند کړو او ويې ويل ملک يې د چين سره د نوې ټېکنالوجۍ په جوړولو کې د مقابلې سره مخ دی.
هغه وويل “مونږ پوهېږو هيڅ ناممکن نه دي چې د امريکا توان او مقابله دې په ځای وساتل شي. مونږ په دې هم پوه يو چې نوښتګري دې دوامداره وي، بيا بيا کتنه ورته پکار ده، خسمانه يې مهمه ده او دا په ځانګړې توګه مهمه ده چې امريکا د ټېکنالوجي په ميدان کې په سر کې روان وي”.
سوليون وويل “مونږ د چين سره په دې مسابقه کې لګيا يو او چين هڅه کوي د امريکا نه په ټېکنالوجي کې وړاندې لاړ شي. چين ژمن دی چې بې حده پانګونه د دې حيثيت اخستلو د پاره وکړي”.