لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الیکشن کمیشن د عمران خان جلسو لپاره د پښتونخوا د سرکاري وسیلو د استعمال په کلکه نوټس اخستی


Imran Khan
Imran Khan

دپاکستان دټولټاکنو کمیشن دخېبر پښتونخوا د وزیراعلا اؤ دصوبايي کابېنې دغړو له لوري دضمني ټاکنو لپاره د ټاکل شوؤ ضابطو نه د سرغړونې په سخته نوټس اخستی دی.

الیکشن کمیشن دټاکل شوؤ ضابطو نه دسرغړونې په تور دتحریک انصاف ګوند چیرمین عمران خان،دخېبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان. دقانون وزیر فضل شکور خان اؤ معدنیاتو سلاکار محمدعارف یې 20ستمبر رابللي دي.

دالیکشن کمیشن وینا ده چې دخېبر پښتونخوا دچارسدې سیمې حلقه این ای 24 کې د تحریک انصاف ګوند له لوري شوې جلسه کې دصوبې وزیراعلا ضابطه اخلاق پایمال کړي اؤ دسرکاري وسیلو اؤ هیلې کاپټر بې دریغه استعمال یې کړی دی.

دپاکستاني رسنیو له مخې الیکشن کمیشن دا نوټس وروسته له هغې اخستی چې تیره ورځ چارسده کې دپي‌ ټي ایي جلسې لپاره دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ دحلقه این ای 24 امیدوار عمران خان دصوبې د وزیراعلا په سرکاري هیلي کاپټر کې دخپل کور اسلام اباد بني ګاله نه دچارسدې دجلسې میدان ته راورسیدو.

دعمران خان په سرکاري هیلي کاپټر کې چارسدې ته د رسیدو ویډيوګانې‌ په ټولنیزو رسنیو هم خپرې شوي اؤ په هغه سختې نیوکې شوې دي چې سرکاري وسیلې دخپلو سیاسي ګټو لپاره پکار راولي

الیکشن کمیشن پخپل بیان کې ویلي دي چې دپرله پسې خبرداري باوجود دصوبې وزیراعلا انتخاباتو لپاره دټاکل شوؤ ضابطو سړغړونه کړې ده اؤ سیاسي جلسې لپاره یې دسرکاري وسیلو نه استفاده کړې ده.

دټولټاکنو لپاره دالیکشن کمیشن دڅارنې ضلعي افسر ویلي ټولټاکنو کې ټولو امیدوارانو ته یوشان ماحول نه دی ترلاسه اؤ که چرې دا رقم خنډان راولاړول کیږي نو بیا باید ولې دامیدوار د نااهله کولو سپارښتنه ونه کړل شي؟

دټولټاکنو دڅارنې ضلعي افسر دا پوښتنه هم کړې ده چې ولې دې دضمني انتخاباتو په مهال د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا دهیلي کاپټر په استعمال بندیز ونه لګول شي؟

دالیکشن کمشن د بیان له مخې ضمني ټاکنو لپاره دټاکل شوؤ ضابطو په سرغړونه د کمشن یوه مهمه غونډه په 19 ستمبر دکمشن په سیکرټریټ کې رابلل شوې چې پکې به دټاکل شوؤ ضابطو په سړغړونه دمناسبو قانوني ګامونو په اخستو غور کولی شي.

په عین حال کې دخیبر پښتونخوا دصوبایي کابینې غړي شوکت علي یوسفزي رسنیو ته ویلي چې دا د وزیراعلا په واک ده چې څوک ځان سره په هیلي کاپټر کې سوروي اؤ په دې کې هیڅ غیرقانوني خبره نه شته.

دجیو ټي وي د رپورټ له مخې شوکت علي یوسفزي ویلي په صوبه کې دنوي رامنځته شوي قانون له مخې اوس سرکاري هیلي کاپټر صوبایي وزیران اؤ سیکرټریان هم استعمالولی شي اؤ په دې کې هیڅ بدیت نشته.

تر دې دمخه هم دتحریک انصاف ګوند په مشر په ټولنیزو رسنیو داسې ټکونه شوي دي چې خپلو جلسو کې پخپلو سیاسي مخالفینو د غبن اؤ سرکاري وسیلو د لوټلو تورونه لګوي خو پخپله په ناقانونه ډول دخېبر پښتونخوا دحکومت هیلي کاپټر کې ګرځي اؤ دصوبې سرکاري وسایل دخپلو سیاسي مقصدونو لپاره کاروي.

خو صوبایي حکومت بیا دا تورونه په سختۍ سره ردوي چې ګنې دصوبې وسایل دګوند په سیاسي فعالیتونو مصرفیږي اؤ دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر محمدعلي سیف په دې وروستیو کې ویلي وؤ عمران خان دصوبې هیلي کاپټر کې نه ګرځي بلکې وزیراعلا یې پخپله خوښه ځان سره هیلي کاپټر کې کښېنوي اؤ دا د وزیراعلا واک دی.

پېښور کې میشت خبریال لحاظ علي په ټویټر لیکلي الیکشن کمیشن تر دې وړاندې هم درې،درې کرته عمران خان اؤ وزیراعلا محمود خان دسرکاري وسیلو نه دناسمې استفادې پسر جرمانه کړي دي اؤ دا ځل دهغوئ دنااهله کولو اندېښنه هم شته

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG