لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسف: پاکستان کې د راغلو سېلابونو له امله 34 لکه ماشومان د ژوند ژغورلو لپاره مرستو ته اړتیا لري


دماشومانو دپاملرنې لپاره دملګرو ملتونو اداره( یونیسف) وایي پاکستان کې د راغلو سېلابونو نه وروسته نزدې 34 لکو ماشومانو ته دهغوي د ژوند ژغورلو لپاره دسمدستي مرستو رسولو ضرورت دی.

پاکستان کې دیونیسف استازي عبدالله فادل دسیند صوبې دسېلاب ځپلو سیمو څخه له لېدنې وروسته ویلي دي چې په سېند صوبه کې سېلابونو 16 میلیونه ماشومان اغېزمن کړي اؤ دغلته ګڼ شمیر ماشومان دقي اؤ دست،ملیریا، ډینګي اؤ نورو رقم،رقم ناروغیو سره مخ شوي دي.

دملګرو ملتونو د ادارې دې استازي زیاته کړې ده چې دسېلابونو نه داغېزمنو ماشومانو میندې هم دخوراک دکمي سره مخ دي اؤ نه شي کولی چې په مړه ګیډه خپلو ماشومانو له شیده یا پۍ ورکړي.

هغه وایي دبې کوره شوؤ کورنیو سره نه خو خوراک شته اؤ نه صفا اوبه مومي اؤ ددې ترڅنګ د روغتیایي اسانیو ځاندره هم دتباهۍ سره مخ ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ پاکستان کې دبېړنیو مرستو قامي ادارې این ډي ایم ای ویلي وؤ هیواد کې د راغلو سېلابونو له امله نور 37 کسان مړه شوي چې دې سره دمړو شمیره 1545 ته رسېدلې ده.

ددغه ادارې شمیرې ښایي چې دې سېلابونو کې 552 ماشومانو هم مړه شوي دي.

داین ډي ایم ای لخوا دجاري کړل شوؤ شمیرو له مخې سېلابونو سېلابونو اؤ بارانونو کې 12850 کسان ژوبل شوي هم دي .

دافتونو په وختو دمرستو دا اداره وایي په سېلابونو کې 19 لکو21 زرو اؤ 622 کورونو ته زیان اوښتی دی اؤ ددې ترڅنګ دخلکو نهه لکه ،35زره اؤ 795 څاروي هم په سېلابي اوبو کې لاهو شوي دي.

این ډي ایم ای وایي د 14 جون راهسې هیواد کې د راښکې بارانونو او سېلابونو سره له امله تراوسه تر ټولو زياتې مړينې په سيند صوبه کې شوي دي.

بارانونو او سېلابونو 12718 کلوميټره سړکونه او 390 پلونه هم اغېرمن کړي دي.

د پاکستان سيند صوبه چې دا وخت د سېلابونو سره مخ ده، د افتونو په وخت صوبايي ادارې [پي ډي اېم اې] ویلي، په صوبه کې د پينځوؤ لکو نه زیات کورونه په مکمله توګه تباه شوي او 34 لکه 33115 اېکړه د کرکروندې، فصلونو زمکه اغېزمنه شوې ده.

د ځايي ميډيا ترمخه د سيند صوبې دادو او خواو شاه سيمو کې چې ډېرې اوبه ولاړې دي په دغو اوبو کې نزدې يو فټ کمی راغلی دی.

پاکستان وايي د اندازې ترمخه د سېلابونو له امله ورته د 30 اربه ډالرو پورې تاوان اوښتی دی.

په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش د پاکستان سفر کړی او ويلي يې وو، نړۍ دې په سمدستي ډول د پاکستان سره مرستې وکړي.

بل لور ته پاکستان ته بهرنۍ مرستې را روانې دي، امريکې د پاکستان سره د 53.1 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی او ويلي يې دي د پاکستان سره به مرستې جاري ساتي.

تېره ورځ د پاکستان د دفاع مرکزي وزیر خواجه محمد اصف ویلي وؤ دا وخت هیواد کې په کروړونو سېلاب ځپلي خلک سرپناه، خوراک او جامو ته ضرورت لري او وېره یې څرګنده کړې وه چې هېواد د قات سره هم مخ کېدای شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي سېلابي اوبه لا هم په مزکو کې ولاړې دي او فکر نه کوي چې دا ځل به د غنمو کر په وخت وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG