لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې بارانونو او سېلابونو د 1100 پورې سکولونه اغېزمن کړي


په خېبرپښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له امله د 1100 پورې حکومتي سکولونه يا ښوونځي په جزوي يا مکمله توګه ړنګ شوي او له کبله يې د زرګونو په شمېر کې د ماشومانو زده کړې اغېزمنې شوي دي.

د پاکستان د انګرېزې ژبې ورځپاڼې ډان په خبر کې ويل شوي د خېبرپښتونخوا د اېليمنټري اېنډ سيکنډري اېجوکېشن د شمېرو ترمخه په صوبه کې 838 سکولونه جزوي يا نيم او 246 په مکمله توګه تباه شوي دي.

خو د افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو شمېرو کې ویلي، دوی سره چې ضلعي انتظاميو کومه شمېره شريکه کړې ټول 560 سکولونه اغېزمن شوي چې پکې 29 په مکمله توګه تباه شوي او 531 ته تاوان اوښتی دی.

د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وي او اې ډيوه ته وايي که مونږ وګورو چې دا کوم سکولونه ړنګ شوي نو دا به په څومره موده کې جوړېږي او دا ماشومان به هغه وخت پورې چرته زده کړې کوي.

هغه زياته کړه هسې هم که پاکستان او بيا خېبرپښتونخوا کې وګورئ نود تعليم شرح چې ده نو هغه په پينځه اوويه کاله (75) کې 75 فيصده ته هم نه ده رسېدلې.

نوموړي وويل دلته ترهګرۍ، زلزلې او سېلابونو د لاسه په تير وختونو کې تعليمي ادارې ړنګې شوي او کالونه پس هم هغه سکولونه جوړ شوي نه دي او له که جوړ شوي وي نو اوس هم په کې استاذان سره د بنيادي سهولتونو کمۍ موجودې دي.

د ډان په خبر کې ويل شوي د ټولو نه زيات 51 سکولونه په ډي ايي خان سيمه کې په مکمله توګه او 145 ته په جزوي توګه زيان رسېدلی دی، د دې ترڅنګ په کوز دير کې 37په مکمله توګه او 99 په جزوي توګه وران شوي دي.

دغه خبر زياتوي په کوز کوهستان، سوات، ټانک، برني چترال، نوښار، هريپور او نورو سيمو کې هم ښوونځو ته زيان رسېدلی دی.

د خېبرپښتونخوا د ثانوي زده کړو محکمې يو چارواکي عبدالشکور وي او اې ډيوه ته وويل څومره سکولونه چې رڼګ شوي نو په هغو کې ډېر زيان نه دی شوی، ديوال يې غورځېدلی او يا ورته وړوکی شان بل تاوان اوښتی دی.

هغه وويل که سکولونو ته زيان رسېدلی نو هغه په سوات، ټانک، ډي ايي خان او ځينې نورو سيمو کې رسېدلی خو بيا هم زده کړو عمل دوام لري.

نوموړي زياته کړه چې سېلاب ځپلو سيمو نه د سکولونو په اړه مالومات راغلي او دا مستند مالومات دي.

د ماشومانو د حقونو فعالانو ويره سرګنده کړې که په وخت دغه ړنګ شوي سکولونه جوړ نه کړی شو نو ګڼ شمېر ماشومان د زده کړو نه بې برخې پاتې شي او د سکولونو نه بهر ماشومانو شمېره به نوره هم زياته شي.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د وي او اې ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي]

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG