لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له روس سره د اوکراین د لوهانڅک او ډونیڅک د یوځای کېدو لپاره رېفرنډم کېږي


په انځور کې د لوهانڅک سیمې یو اوسېدونکی ښکاري چې په خپل کور باندې د روس بیرغ لګوي.
په انځور کې د لوهانڅک سیمې یو اوسېدونکی ښکاري چې په خپل کور باندې د روس بیرغ لګوي.

واشنګټن - د ماسکو تر کنټرول لاندې د اوکراین په لوهانڅک او ډونیڅک سیمو کې د بېلتون غوښتونکو مشرانو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې دوی د دې اونۍ په وروستیو کې له روس سره په یوځای کېدو باندې د خلکو د رایو اخیستلو لپاره ټول پوښتنه یا ریفرنډم کوي.

د دغې ټولپوښتنې یا ریفرنډم اعلان د جمعې په ورځ وروسته له هاغې وشو چې، د روس د ولسمشر نېږدې ملګري او پخواني‌ ولسمشر ډیمیټري مېډوېډوف وویل، له روس سره د لوهانڅک او ډونیڅک له یو ځای کېدو سره به د روس پولې له سره تازه شي او له دې سره به ماسکو وکولای شي چې له ځانه دفاع وکړي.

په دغو سیمو کې چې اکثره خلک یې په روسي ژبه خبرې کوي د ریفرنډم پایلې هم ښايي د ماسکو په ګټه وي خو اوکراین، امریکا او لویدیځو متحدینو ته به یې د منلو وړ نه وي چا چې د روس په وړاندې جګړه کې له اوکراین سره د بلینونو ډالرو په ارزښت مرستې کړي.

که روس لوهانڅک او ډونیڅک خپلې سیمې وګڼي او اوکرایني ځواکونه یې د بېرته نیولو هڅه وکړي نو له دې سره به جګړه نوره هم زیاته شي.

اخوا د اوکراین ولسمشر ویلادیمیز زېلینسکي وايي، هېواد یې په شمال ختیځې سیمې خارکیېف کې د روسانو له په شا تمبولو وروسته بېرته دغلته د ثبات په لوري درومي او په نړیوالو یې غږ وکړ چې له اوکراین سره خپلې مرستې ګړندۍ کړي.

زېلینسکي وویل، په دې پړاو کې چې څه کېږي هغه ډېر مهم دي.

هغه وویل، "دا په ازادو شویو سیمو کې د ثبات پړاو دی، زمونږ د ځواکونو د مخکې تګ پړاو، په ازادو شویو سیمو کې د نورمال ژوند د بېرته راتګ پړاو او زمونږ د شریکانو د مرستې او ملاتړ پړاو."

بل پلو د برتانیې لومړۍ وزیرې لېز ټرس د نهې یا سې شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې برتانیه به په راتلونکي کال کې له اوکراین سره په ۲۰۲۲ کال د ژمنه شویو ۲.۶ بیلینه ډالرو په اندازه او یا ترې زیاتې پیسې له اوکراین سره مرسته وکړي.

د یو بل خبر له مخې، ټاکل شوې ده چې د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي به د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ملګروملتونو عمومي غونډې ته له مخکې څخه د یوې ثبت شوې ویډیو له لیارې وینا وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG