لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د حکومت پرضد د تحریک پېلولو اعلان کړی


د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د خالي/شنبې د ورځې نه د حکومت پرضد د [حقيقي ازادۍ] په نوم د تحريک پېلولو اعلان کړی دی.

عمران خان پرون په لاهور کې د وکيلانو غونډې ته په وېنا کې دغه اعلان کړی او په موجوده حکومت يې نيوکې تکرار کړي دي چې په ملک کې ورځ تر بلې ګراني سېوا کيږي او اقتصاد ډوبیږي.

هغه ويلي، ملک دلدل پله روان دی او نړیواله مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] او نړيوال بېنک وايي چې پاکستان کې د سري لنکا غوندې حالات جوړيږي.

هغه خپلو پلويانو ته ويلي چې غږ وکړم راوځئ.

خو اتحادي حکومت وايي د پاکستان اقتصاد د عمران خان په حکومت کې نور پسې خراب شوی دی.

او د خزانې وزير مفتاح اسماعيل بيا بیا تکراروي چې ملک د ديواليه کېدو نه بچ شوی او په راتلونکو څو اوونیو کې به حالات ښه شي.

بل لور ته د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په عمران خان سختې نيوکې کړي دي هغه ته يې احمق او پاګل ويلي دي.

رانا ثناالله ويلي که عمران خان اسلام اباد ته راځي احتجاج يې اييني حق دی اېف ناين پارک کې دې احتجاج وکړي خو ډي چوک ته راغلو پرضد به يې قانوني چلند کوي.

عمران خان چې د بې باورۍ د تحریک [عدم اعتماد] د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی تور لګوي چې هغه د امریکايي سازش لاندې د هغه وخت مخالفه ګوندونو لرې کړی دی.

خو امریکا او پاکستان کې موجوده حکومت دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

عمران خان وايي د ملک د مسلو حل نوي انتخابات دي.

خو اتحادي جوړ حکومت وايي انتخابات به راتلونکي کال په خپل ترسره کيږي.

په ملک کې دننه سياسي څیړونکي وايي عمران خان د واک ترلاسه کولو دپاره د هر ځای پورې ځي.

دا وخت د عمران خان پرضد مقدمې هم روانې دي چې پکې د توشه خانې څخه د ډاليو خرڅولو او ښځينه جج ته د ګواښ کولو مقدمې پکې شامل دي.

دوه ورځې وړاندې رانا ثناالله ويلي وو عمران خان اسلام اباد ته په ورتګ نيول کېدی هم شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG