لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپايي ټولنه له اوکراین سره نوره پوځي مرسته کوي او په روس باندې بندیزونه غواړي


واشنګټن - د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل ویلي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې موافقه کړې چې له اوکراین سره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکړي او زیاتې یې کړي.

دغو وزیرانو همدارنګه ویلي، چې د روس د اقتصاد په ځینو ځانګړو برخو کې په نورو روسانو هم باید په بندیزونو لګولو غور وشي.

بورېل په نیویارک کې د وزیرانو په کچه د یوې ځانګړې غونډې له جوړولو وروسته د شورو یا چهارشنبې ناوخته خبریالانو ته وویل، د بندیزونو د نوې بستې په جزیاتو باندې د اروپايي ټولنې د استازو موافقه اړینه ده خو دی ډاډه دی چې پراخ ملاتړ به ورسره وي.

هغه وویل، دا مهمه وه چې وزیران سره وویني او په همدې ورځ یو قوي پیغام واستوي چې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین په خپل هېواد کې د اضافي سرتېرو د متحرک کېدو امر ورکړ او دا چې "پوتین هڅه کوي اوکراین ویجاړ کړي."

بورېل زیاته کړه، "د روسانو له یرغل سره که یوې خواته اوکراینیان سخت ځپل شوي، اوس روس غواړي د جګړې بیه او تاو خپلو خلکو ته هم ورسوي."

هغه وویل، د پوتین دا خبره چې که د خپل ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا شوه نو روس تیار دی چې اټومي وسلې وکاروي "یوه غیر مسولانه او شخصي هڅه ده چې غواړي له اوکراین سره زمونږ دوامداره ملاتړ اغیزمن کړي."

په روس کې د اضافي سرتېرو د نیمه تیارېدو پرضد لاریونونو کې ۱۳۰۰ کسان نیول شوي:

په روس کې د ولسمشر ویلادیمر پوتین له هغه امر څخه وروسته چې ددغه هېواد درې لکه اضافي سرتېري دې نیمه تیاری ونیسي، په ټول روس کې لاریونونه شوي او په دغه مهال تر ۱۳۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.

د پولیسو یوه څارونکې ډله وايي، چې قوم ته د پوتین له وینا څخه وروسته د هېواد په ۳۸ ښارونو کې د دغې وینا پرضد لاریونونه شوي چې لږ تر لږه ۱۳۳۲ کسان پکې نیول شوي دي.

دا په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل راهیسې په روس کې تر ټولو ستر لاریونونه دي.

د فرانسې خبري رسنۍ یا اې اېف پي خبریالان چې په ماسکو کې دي وايي، پولیسو لږ تر لږه ۵۰ کسان یواځې د راکړې ورکړې یا شاپېنګ په اصلي سړک نیولې دي.

د اې اېف پي خبریالانو همدارنګه ویلي، چې پولیسو په سېنټ پیټرزبرګ کې د لاریون کونکو یوه وړه ډله نیولې او بسونو ته یې پورته کړې ده.

لاریون کونکو د اضافي سرتېرو د نه تیارېدو نارې وهلې.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG