لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو نه غوښتنه شوې چې د چين نه دې د بشري حقونو د سر غړونې پوښتنه وکړي


United Nations Human Rights Commissioner
United Nations Human Rights Commissioner

واشنګټن- په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومې غونډې په ځانګړي ناستو کې د بشري حقونو تنظيمونو او غربي سفارتکارانو د نړيوالې ادارې نه غوښتنه کړې چې په سينکيانګ کې د ويغورو او نورو ترکي نسله ډلو سره د رپورټ شوي بد چلن په سر دې د چين خلاف عملي ګامونه واخلي.

په ملګرو ملتونو کې د کنېډا مستقيم استازي باب رای يو پينل چې ايټلانټېک کونسل ريسرچ ګروپ او هيومن رايټس واچ راجوړ کړی و ته په خپله وينا کې ويلي “د دې کچې انساني بد سلوکي نننۍ نړۍ ته د منلو وړ نه ده”.

بحث د ملګرو ملتونو د هغه رپورټ په ترڅ کې شوی چې په وروستو ورځو کې د چين حکومت په سينکيانګ کې د خپلواکه ويغورو سره د نامناسب چلن او د هغوی د بشري حقونو د پامالۍ په اړه خور شوی دی.

په رپورټ کې ويل شوي ممکن ده چين د اکثريت ويغور مسلمانانو او نورو نسلي ډلو خلاف د ترهګرۍ ضد او تندلارۍ ضد عملياتو په نوم د دې ډلو بشري حقونه پايمال کړي وي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د مستقيم استازي معاون جيفري پرېسکاټ په ناسته کې وويل “په کوم نظر چې دې ظلمونو ته کتل کيږي دا د نړيوالې ادارې او زمونږ د نړيوال نظام د پاره د باور ګټلو يوه پوښتنه ده”.

هغه وويل “دا ډېره د زړه ماتيدو خبره ده چې يو هېواد چې د ملګرو ملتونو د اوسني نظام يوه فعاله او د امنيتي کونسل مستقيم غړی دی خپلې کړې ژمنې په ډاګه ماتوي”.

د رپورټ په اړه د ملګرو ملتونو يو بل چارواکي زيد راد الحسين وويل نور ګامونه اخستل پکار دي او وايي “د رپورټ کتلو وروستو ګڼم د دوو خبرو کمی دی چې خلاف ورزۍ ته نسل وژنه نه ده ويل شوې او بل دا چې د ملګرو ملتونو د کمېشن د جوړولو غوښتنه پکې نه ده شوې چې د رپورټ د موندنو په اړه نورې پلټنې وکړي”.

د رپورټ په اړه د چين استازي چېن ژو په ديارلسم سېپټمبر د چين او نورو 28 هېوادونو په نمايندګۍ په جينېوا کې ويلي وو “او ايچ سي ايچ ار د هيومن رايټس کونسل د اجازت او د متعلقه ملک د رای نه بغير داسې رپورټ خور کړی دی”.

هغه ويلي وو د چين خلاف د سينکيانګ په اړه رپورټ په غلطو معلوماتو بنياد کړل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG