لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 ‎د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل د ايران د ولسمشر سره په بشري حقونو خبرې کړي


واشنګټن- د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل انټونيو ګوټرېس وياند ويلي، مشر يې د ايران د ولسمشر ابراهيم ريسي سره د جمعې په ورځ په نيويارک کې ليدلي او په ايران کې د احتجاج کونکو خلاف د امنيتي ځواکونو د سلوک او بشري حقونو په اړه يې ورسره خبرې کړي.

وياند سټيفن دوجارېک ميډيا ته ويلي ګوټرېس د ايراني ولسمشر سره په ناسته کې يو شمېر مسلې راپورته کړي چې يوه پکې د بشري حقونو په اړه هم ده.

دوجارېک ويلي “سيکرټري جنرل د روان پرامن احتجاجونو خلاف د زور په استعمال انديښمن دی چې پکې په درځنونو خلکو ته مرګ ژوبله اوړېدلې.
هغه په ايراني امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې د غير ضروري او نامناسبه زور د استعمال نه دې ډډه وکړي او د مظاهره کونکو سره دې د زغم نه کار واخلي”.

د ايران د سرکاري ټيليويژن د شمېرو تر مخه لږ نه لږ 35 احتجاج کونکي وژل شوي چې د يوې اوونۍ نه په سړکونو دي او د وژل شوې بشري حقونو فعالې مهسا اميني د پاره انصاف غواړي چې د مذهبي پوليس په ولقه کې مړه شوې ده.

وياندې زياته کړه ملګري ملتونه په ايران غږ کوي چې د ازادۍ د اظهار او بشري حقونو احترام وکړي او د نړيوال قوانينو سره سم دې د پرامن احتجاج کونکو او د ښځو او جينکو د حقونو خيال وساتي.

دوجارېک يو ځل بيا د مهسا اميني د مرګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هايي کمشنر لخوا د بې پلوه پلټنو غوښتنه تکرار کړه.

بلخوا د مهسا مرګ د تهران دوه مخونه راڅرګند کړي يو د هغه ښځو چې په تورو برقو کې پټې دي او د سختې پردې پلويانې دي او بل د هغه ښځو چې د دې مذهبي اخلاقي پوليسو د زورګېرۍ خلاف دي او وايي هيڅوک دا حق نه لري دوی ته حکم وکړي چې څنګه لباس واغوندي.

په سوشل ميډيا د خواره کړل شوو ويډيوګانو نه معلوميږي ځينې ايرانيانې ښځې د مذهبي زبردستۍ په غبرګون کې په سړکونو خپلې لوپټې او څادرونه سيزي چې په ضد يې امنيتي ځواکونو زور استمال کړی.
مهسا اميني په دې نيول شوې وه چې لباس يې د مذهبي پوليسو د وينا مطابق اسلامي نه و چې وروستو د پوليسو په ولقه کې مړه شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG