لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين نه دمنځنۍ اسيا دلارې په سوداګريزو شيانو بار لومړی اور ګاډی 11 ورځو کې افغانستان ته ورسېدلو


په افغانستان کې د ريل محکمې چارواکي وايي د چين څخه د منځنۍ اسيا د لارې په سوداګريزو شيانو بار لومړی اور ګاډی یا ریل په 11 ورځو کې د بلخ ولایت حيرتان سيمې ته رارسېدلی دی۔

چارواکي وايي په دې نوې اقتصادي راهدارۍ به راتلونکو څو مياشتو کې د چينايې توکيو د درې نيم زرو نه تر پنځه زره کنټېنره مال افغانستان ته راوړل کېږي۔

افغان تجاران خوشبينه دي چې د نوې اقتصادي راهدارۍ فعاله کېدو له وجې به د افغانستان تجارت نوره هم وده وکړي او چين ته د افغاني صادراتو کچه به لوړه شي۔

افغان چارواکي وايي په تجارتي سامان بار دغه اور ګاډی د چين، قرغيزستان ازبکستان او د افغانستان په نوې اقتصادي راهدارۍ د نورو لارو په پرتله په کم وخت کې مالونه رارسولي دي۔

په دې هکله د افغانستان د ريل دمحکمې مشر بختوالرحمان شرافت وي او ای ډيوه ته وايي په دغه کارګو کې د سامان ډکې کنټېنرې وې چې د چين نه افغانستان ته راوړلی شول۔

نوموړي زياته کړه د کراچۍ بندر ګوادر د لارې دسامانانو راوړلو په پرتله دا کارګو په کم وخت کې راورسېدله۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه دا هم وويل" مونږه اټکل کړی و چې مالونه به په 15 يا 16 ورځو کې د چين څخه افغانستان ته راورسيږې خو هغه زمونږ د اټکل نه په ډېر لږ وخت کې يعنې په 11 ورځو کې حيرتان ته راورسېدل"

افغان سوداګر وايي د چين او افغانستان ترمنځه کلیز تجارت نزدې 1،5 بيلينه ډالره ريکارډ شوی، دوی وايي د نوې راهدارۍ سره به دا تجارت نوره هم وده وکړي۔

وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال دپاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر دمشر خان جان الکوزي وېنا وه چې دوي خوشبينه دي چې دغې راهدرۍ سره به د افغانستان صادرات سېوا شي۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل: " مونږ شوکاڼی د کراچۍ له لارې چين ته لېږو نو اکثره ډېر وخت واخلي، او هم دا رانګه مرمر، چلغوزي او نور معدنيات به هم زمونږ اوس ددغې لارې نه چين ته ځي، او هر څومره چې لارې ډېرېږي نو هغه هومره به اقتصاد ته ګټه رسي"

هغه زياته کړه ددې راهدرۍ په مرستې سره تجارت کولو کې به د نورو لارو په پرتله د سوداګرو کمه خرچه کېږي۔

د ښاغلي الکوزي وېنا وه " دا لاره د بهر د لارو نه داسې 20 نه تر25 فيصده پورې ارزانه ده او وخت پرې هم کم لګي، مونږه دا نه غواړو چې د يوې لارې نه استفاده وکړو بلکې مونږ به ددې لارې نه هم او د بهر لارې نه هم استفاده کوو"

د افغانستان د ريل دمحکمې د مشر ترمخه راتلونکو درې مياشتو کې به د چين څخه په دغه راهدارۍ د 3500 نه تر 5000 کنټېنره مال افغانستان ته راوړل کېږي۔

هغه وايي د روان کال تر پای په راهدارۍ د تجارت د کاميابۍ له جاج اخستو وروسته به دغه څلور هېوادونه په دې اړه يو اوږد مهاله تړون لاس ليک کړي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG