لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران ولسمشر په هېواد کې د روانو لاریونونو پرضد د سختو اقدماتو غوښتنه کړې


واشنګټن – د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي ټینګار کړی چې حکومت باید په هېواد کې د مهسا امینې د مړینې له امله د راپورته شویو لاریونونو په وړاندې کلک غبرګون څرګند کړي.

ځوانه کردۍ جلۍ مهسا امیني د ایراني رژیم پولیسو د هغوی په وینا د حجاب نه درلودلو له امله نیولې وه چې بیا له پولیسو سره مړه شوې وه.

د مهسا د مړینې پرضد روان لاریونونه دا مهال د هېواد ۱۳۳ ښارونو ته خپاره شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنايي په څېرې جوړه مجسمه د جمعې په ورځ د هغه د اوسېدو په ښار مشهد کې سوزول کېږي او د هغه او د هغه د حکومت پرضد پکې شعارونه ورکول کېږي.

په نورو ویډیوګانو کې ښکاري چې لاریون کونکي د تهران په ګډون په ګڼو نورو ښارونو کې د خامنايي انځورونو ته اور اچوي.

ریسي چې په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ څخه څو ورځې مخکې ایران ته بېرته تللی، د لاریون کونکو په وړاندې د رژیم د وژل شویو کسانو کورنیو ته ویلي، چې "حکومت باید د لاریونونو په وړاندې پرېکړنده غبرګون څرګند کړي."

د ګېلان ولایت د پولیسو مشر جنرال عزیز الله مالکي دولتي رسنیو ته ویلي، چې د هغه په ولایت کې امنیتي ځواکونه د سقوط په حال کې دي.

په ګېلان ولایت کې چې د لاریونونو مرکز بلل کېږي تر ۷۰۰ زیات کسان د لاریونونو له امله نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، لاریون کونکو په شمال لویدیځ کې د کردي مېشتي ښار ازنوي زیاتره برخې وروسته له هاغې ونیولې چې پر امنیتي ځواکونو ورغلل.

په ټولنیزو رسنیو باندې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې د پلازمېنې تهران په ستارخانه نومې سیمه کې د لاریون کونکو او حکومتي‌ امنیتي ځواکونو نښتې شوي.

د ایران د چارو څېړونکي علي نوري زاده امریکا غږ ته ویلي، "ښځې هم له خپلو مېړونو، ځامنو او ورونو سره په لاریونونو کې برخه اخیستې."

په ګڼ شمېر زده کونکي هم په لاریونونو کې برخه اخېستې که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې په لاریونو کې د زده کونکو له ګډون څخه وروسته هغوی له لاریونونو څخه منع شوي وو.

نوریزاده وویل، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۸ کلونو د لاریونونو پر خلاف په دې لاریونونو کې یوه بله غوښتنه هم نه کېږي بې له دې چې د ستر مذهبي مشر علي خامنايي ‌او د هغه د رژیم ړنګېدل غوښتل کېږي.

"دا ځل یو کس هم د اقتصادي‌ حالت په اړه څه نه وايي. یو شعار هم نه لرو. دوی وايي، مرګ دې په خامنايي وي او رژیم باید نسکور شي. دوی د خامنايي ځوی مجتبی ته چې د خپل پلار ځای ناستی به وي وايي، ته به مړ شي خو رهبري به و نه وینې."

نورېزاده وايي، د ستر مذهبي مشر خامنايي د خراب روغتیايي حالت راپورونو سره ښايي‌ د خلکو غوسه نوره هم زیاته شوې وې ځکه دوی نه غواړي چې د خامنايي‌ ځوی مجتبی یې پر ځای کښیني.

د حکومت ضد رسنۍ ادعا کوي چې د مهسا امیني له مړینې وروسته په زرګونو لاریون کونکي نیول شوي دي او په لسګونو لاریون کونکي‌ تر اوسه مړه شوي دي.

ایرانۍ خبریالې اېدا غجر د شنبې یا خالي‌ په ورځ په ټویټر باندې د ایران د خونړي زندان اېون له مخې څخه یوه ویډیو خپره کړې په کومه کې چې خلک د خپلې کورنۍ د ورکو شویو کسانو پسې لارې څاري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG