لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اوکراین کې د روسانو له نیمه په شاتګ نه وروسته د اوکراینیانو پرضد ترسره شوي ظلمونه راښکاره شوي


واشنګټن – روسي ځواکونو د اوکراین په بوچا، اېرپین او ماریپول کې تقریبا ۲۰۰۰ بې ګناه کسان وژلي، ځینې یواځې له دې امله چې په اوکرایني ژبه یې خبرې کولې او یا یې د اوکراین کومه نخښه له ځانه سره دلوده.

د امریکا غږ د ختیځې اروپا د دفتر مشرې مېروسلېوا ګونګېز ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې چې د خارکیېف په اېزیم کې له ډلیز قبرستان څخه لیدنه وکړي چې تر ۴۰۰ زیات مړي پکې خښ کړای شوي دي.

اکثره دغه کسان په ښکاره تاوتریخوالي کې وژل شوي. د ګڼ شمېر کسانو لاسونه شاته تړل شوي، په غاړو کې یې پړي اچول شوي، هډوکي یا مات شوي او په ټوپک ویشتل شوي.

د ملګروملتونو کارپوهانو او اوکرایني چارواکو په اوکراین کې د جنګي جرمونو نویو شواهدو ته ګوته نیولې.

د ملګروملتونو لخوا د پلټنو ادارې د جمعې په ورځ ویلي، د روسانو لخوا په نیول شویو سیمو کې په جنګي جرمونو کې جنسي تیري، شکنجه او د ماشومانو بندي کول شامل دي.

د اوکراین لپاره د پلټنو د کمېشن مشر اېرېک موز په جنیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته ویلي، "د کمېسیون لخوا د راټولو شویو شواهدو پر بنسټ په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره شوي دي."

هغه نه دي ویلي، چې په دغو جنګي جرمونو کې څوک تورن دي خو یا کمېشن په هغو سیمو کې کار کړی چې مخکې د روسي ځوکونو په ولکه کې وې لکه کیېف، چرنیېف او سومي.

د کمېشن پلټونکو په مارچ کې د حقونو یوه شورا جوړه کړې وه چې ۲۷ سیمې یې لیدلي او تر ۱۵۰ زیاتو قربانیانو او شاهدینو سره یې مرکې کړي.

یو امریکايي استازي شورا ته وویل، "ګڼې سرچینې ښکاره کوي چې روسي چارواکو تر نهو لکو څخه تر ۱.۶ میلیونو اوکراینیان بندي کړي، ترې پوښتنې یې کړي او په زور سره یې له اوکراین څخه ویستلي دي."

امریکایۍ استازې مېشل ټېلر چې د یادې شورا دایمي استازې ده زیاته کړه، "مونږ له کمېشنرانو غواړو چې د روس د چاڼیزو عملیات، په زوره وېستلو او بې درکه کېدلو په اړه ښکاره کېدونکو شواهدو ارزونو ته دوام ورکړي.

خو روس په قصدي توګه په ملکي وګړو باندې بریدونه رد کړي دي.

له روس څخه وغوښتل شوي وو چې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې دغو تورونو ته ځواب ووايي خو د هغوی څوکۍ تشه وه.

د ماسکو لخوا په دې اړه تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دې ښودل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG