لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین د ناندریز ریفرنډم لومړنۍ پایلې ښيي چې ۹۷ فیصده خلک له روس سره یوځای کېدل غواړي


واشنګټن - روس د نهې یا سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د اوکراین په څلورو سیمو کې د ترسره شوې ټول پوښتنې له لومړنیو پایلو ښکاري چې د خلکو غوڅ اکثریت غواړي له روس سره یوځای شي خو لویدیځ یې ناسمې او غلطې بولې.

د روس دولتي خبري رسنۍ خبر ورکړی چې په ډونیڅک، لوهانڅک، ژپوریژیا او خرسان کې په تېرو پنځو ورځو کې په ترسره شوي ریفرنډم کې تر ۹۷ فیصده زیاتو رایه ورکونکو له روس سره یوځای کېدل غوښتي.

یادې سیمې د اوکراین د ټولې خاورې کابو ۱۵ فیصده جوړوي.

دغه ټول پوښتنه په پراخه توګه د اوکراین، امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو لخوا غندل شوې او یو غیر قانوني کار یې بللی.

د ماسکو له خوا د هر ډول پایلې له اعلانېدو سره داسې ښکاری چې په نړیواله توګه به و نه منل شي.

خو دغه رایه ورکول او دا چې د خلکو غوڅ اکثریت په کې له روس سره یوځای کېدل غواړي، ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته دا پلمه جوړوي، چې په یو اړخیزه توګه د روس او اوکراین ترمنځ پوله بدله او یادې څلور سیمې له روس سره یوځای کړي.

په خبري رسنیو کې راغلي، چې تمه ده ولسمشر پوتین به په دې اړه اعلان د جمعې په ورځ وکړي.

له دې سره به په یادو سیمو باندې د کیېف د ځواکونو لخوا هر ډول برید په خپله روس باندې برید وګڼل شي.

پوتین تېره اونۍ ویلي و، دی تیار دی چې د روس د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره اټومی وسلې هم وکاروي.

دا هغه ګواښ و چې د اوکراین، امریکا او د لویدیځ نورو هېوادونو لخوا چې کېف ته یې د روس د یرغل په وړاندې د ځان د دفاع لپاره په تېرو اوو میاشتو کې په بیلینونو ډالره مرسته استولې غندل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG