لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: عباس ستانکزي بيا د جينکو د سکولونو پرانستو غږ کړی


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو د وزارت سیاسي معين يو ځل بيا غږ کړ ی چې په افغانستان کې دې د جينکو دپاره سکولونه پرانستل شي ځکه په اسلام کې د جینکو په تعليم هيڅ بنديز نشته.

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو د وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي دا خبره پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [27ستمبر] په کابل کې د طالبانو د لوړو پوړو مشرانو غونډې ته په وېنا کې کړې ده.

له دې وړاندې د جولايي په مياشت کې نوموړي ويلي وو ښځې بايد د افغانستان په سیاست، اقتصاد او د ژوند په هره برخه کې فعاله ونډه ولري. او له دغې وړاندې د مې په مياشت کې يې ويلي وو "ښځو ته په افغانستان کې شرعي حقوق نه دي ورکړل شوی بايد چې ښځو ته د تعلیم حق ورکړل شي".

ستانکزي پرون وويل، "تعلیم په نر او ښځه باندې فرض دی علما کرام دلته موجود دي هيڅوک يې د وجوده او فرضيته انکار نه شي کولی دا مطلق فرض دی دا په نرو او ښځو فرض دی هیڅوک يې هيڅ دليل نه لري، دلته په سلګونو او سلګونو فتوای موجودې دي زمونږه ملک د علماو نه ډک دی ټول په دې موافق دي، بايد زر تر زره د تعلیم زمينه مساعده شي".

ستانکزي دا خبره په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو يو کال پوره شوی او په جينکو د شپږم ټولګي نه په بره زده کړو بنديز دی.

د ملګرو ملتونو ترمخه په افغانستان کې نزدې يوه ملين جينکۍ د شپږم ټولګي نه بره زده کړو څخه بې برخې شوي دي.

نړيوال پرله پسې په افغانستان کې په واکمنه طالبانو غږ کوي چې د جينکو دپاره تعليمي ادارې پرانيزي، ښځو ته د کار ځای ته د تګ اجازه او پوره حقونه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې په مهال هم په طالبانو غږ شوی چې جينکو ته بيرته سکولونو ته د تګ اجازه ورکړي.

په افغانستان کې په واکمنو طالبانو کې له دې وړاندې هم ځای په ځای ځينې طالب مشرانو د جينکو د تعليم مخالفت نه دی کړی.

خو ويل کيږي د طالبانو مشر هېبت الله اخندزاده او د هغه سره دوه درې نور مشران د دې مخالفت کوي.

د طالبانو حکومت په 23 مارچ د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

امریکې، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو هيوادونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او د طالبانو نه يې غوښتي وو چې دغه پرېکړه بيرته واخلي او جينکو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

امریکې د مارچ په میاشت کې د طالبانو د حکومت لخوا د شپږم ټولګي نه بره د جينکو په زده کړو د بندېز وروسته خبرې ودرولې وې.

د طالبانو حکومت نه يواځې د شپږم ټولګي نه بره د جينکو په تعلیم بندیز لګولی بلکې د ښځو دپاره يې د پردې يا حجاب سره د ګرځېدو په اړوند هم ځيني بدېزونه لګولي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG