لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 چين: د پاکستان د پورونو په اړوند امریکايي بیان بې دليله دی


چين د امریکې د بهرنيو چارو د وزير انتوني بلينکن هغه بیان ته بې دليله ويلی چې پکې نوموړي امریکايي وزیر ویلي وو پاکستان دې چين ته د پورونو يا قرضونو بيرته ورکولو په لړ کې د بيجينګ څخه د اسانتيا ترلاسه کولو خبره وکړي.

چين ویلي، د امریکا دغه تبصره بې دليله دی د دې په ځای دې امریکا د پاکستان د ولس سره رښتونې مرستې وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزير انتوني د ګل/ دوشنبې په ورځ [26 ستمبر] په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زداري سره د ليدنې وروسته ویلي وو، په داسې وخت کې چې پاکستان د سېلابونو سره مخ دی اسلام اباد دې د چين نه ترلاسه کړو قرضونو بيرته ورکولو په لړ کې اسانتياوې وغواړي.

انتوني بلينکن په دغه مهال د پاکستان د خوراکي توکو د خونديتوب دپاره د لس ملینه ډالرو د مرستو اعلان هم کړی دی. له دې وړاندې امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو دپاره 56 ملينه ډالرو پورې مرستو اعلانونه کړي دي.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند وانګ وينبين ویلي، چې د چين او پاکستان ترمنځ ښې اقتصادي او مالي مرستې دي او د پاکستان ولس پرې خبر دی.

هغه ويلي په ځای د دې چې امریکا د چين د پاکستان سره په مرستو بې دليله تبصره وکړي، امریکا دې هم د پاکستان د ولس سره رښتونې مرستې وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وياند زیاته کړې پاکستان کې د سېلابونو راتلو وروسته چين د خپل دغه دوست هېواد سره د پينځه کروړه او 90 لکه ډالرو بشري مرستې کړي دي.

هغه ويلي چين به د پاکستان مرستې جاري ساتي چې د سېلاب څخه اغېزمن خلک زر تر زره خپل کورونه بیرته اباد کړي.

هلته امریکا هم بيا بيا دا دريځ تکراروي چې د پاکستان مرستې به دوامداره ساتي.

امریکا تل د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ باندې هم نيوکې کوي او دغه پروژه د پاکستان دپاره بوج ګڼي او وايي دا پروژه به پاکستان د چين په قرضونو کې ښکېل کړي.

خو پاکستان او چین دا دعوې ردوي.

تېر کال د جون په مياشت کې د امریکې د صدر جوبايډن انتظامیې ویلي وو د چين د (بيلټ او روډ انېشټيو) په مقابله کې به د کم او منځني امدن والا ملکونو دپاره اقتصادي منصوبه اعلان کړي.

دغه منصوبې ته د (نړۍ بيرته بيا ابادولو "بي تهري ډبليو") نوم ورکړی شوی او د جي-7 هېوادونو په غونډه کې يې د اعلان کولو ويل شوي وو.

د جوبايډن انتظامیې يو چارواکي ويلي وو دا منصوبه به ډېره ګټوره، رڼه او د اوږدې مودې دپاره وي.

د بايډن انتظاميې يو بل لوړ پوړي چارواکي ويلي، "زمونږ دا يقين دی چې زمونږ دا منصوبه به د چين منصوبې ته په خپل اعلا معيار ماتې ورکړي، او دا به زمونږ د همکارو هېوادنو د اقدارو عکاسي کوي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG