لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ویسټ: امریکا داسې افغانستان غواړي چې د ښځو حقونه پکې خوندي وي


واشنګټن -د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي‌تاماس ویسټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، امریکا داسې افغانستان غواړي چې د ښځو حقونه پکې خوندي وي.

ښاغلي ویسټ دا خبره په څېړنیزی ادارې سنټر فار سټراټیجک اېنډ انټرنېشنل سټډیزیا سي اېس اي اېس کې د خپلو خبرو په موقع وکړه.

د تهامس وېسټ وینا وه چې د افغان ښځو د تعلیم او روزګار مسله د یو بل سره تړلي دي.

"که د ښځو دپاره د روزګارونو او کاروبارونو موقعی نه وي نو هغوې به دخپل تعلیم نه څنګه ګټه پورته کړي. هغه وویل، افغانان ښځې او نارینه اوس په ملک کې یوه سیاسي بحث لېدل غواړي او اکثریت افغان ښځي سکولونو او کارونو ته د بیا تګ دپاره غږونه کۍ."

په سي اېس ايي اېس کې د خبرو پر وخت، تهامس وېسټ له افغانستان سره تړلو یو شمېر موضوعاتو او له افغانستان سره د امریکا د مرستو او اهدافو په سر خبري وکړی او د خلکو د سوالونو ځوابونه يې ورکړه.

د افغانستان دپاره د امریکا د اهدافو په یادولو سره ښاغلی وېسټ وویل، امریکا غواړي یو باثباته افغانستان وګوري چرته چې ترهګر پناه نشي موندلې او امریکا او ایتلافیانو ته خطر نه جوړېږي. او دا چې هلته ښځو او نارینو، جینکو او هلکانو د ټولو حقونه خوندي وي.

پدې موقع د پروګرام کوربه د سي اېس ايي اېس نایب صدر ډېنیل اېف رنډي وویل، افغانستان ترهغه یوه حقیقي ملک نشي جوړېدی ترڅوچې افغان ښځو او جینکو ته د ملک په ترقۍ کې د کردار لوبولو موقعې برابرې کړی شي.

له افغانستان نه د امریکا پوځي انخلا او هلته بیا د طالبانو واکمنېدو پس افغان ښځو او جینکو باندې نه یوازې د تعلیم بلکه د کار روزګار په برخه کې هم د طالبانو لخوا یو شمېر بندېزونه لګول شوي.

د شپږم نه تر دولسم ټولګي (جمات) پورې د افغان جینکو دپاره تعلیمي اداری د طالبانو د حکومت لخوا لا نه دي پرانېستل شوي.

خو بیا افغان طالبان وايي، دوی د جينکو د تعليم، روزګار او حقونو مخالف نه دي خو په دی عمل کول وخت اخلي او دوی هڅې کوي د دې د پاره د اسلامي شريعت په رڼا کې بندوبست وکړي.

د افغانستان په معاشي ترقۍ کې د افغان ښځو سره د امریکا د مرستو په لړ کې تهامس وېسټ د الینس فار افغان ویمن اکنامک ریزلینس یا ای ډبلیو اي ار ذکر وکړو. دغه الاینس یا ایتلاف په 20 ستمبر د متحده قومونو یا یواېن جنرل اسمبلۍ د غونډی په موقع د امریکا خارجه سېکرټری اېنټوني بلنکن اعلان کړو.

اې ډبلیو اي ار د خارجه وزارت او د بوسټن یونیورسټۍ یو شریکه همکاری ده. چې په افغانستان کې دننه او په نورو ملکونو کې به اوسېدونکي افغان ښځو دپاره به د کاروبارونو، روزګارونو او د تعلیم موقعې برابرولو دپاره د تولنې متعلقه څانګو سره کار کۍ.

انساني بحران ته ځواب:

د تهامس وېسټ وینا وه چې دا وخت په افغانستان کې خلک ډېرو زیاتو مرستو ته ضرورت لري. خو هغه زیاته کړه چې امریکا چې دا وخت د افغانستان سره په نړۍ کې تر ټولو انساني امداد کونکی ملک دی.

تهامس وېسټ زیاته کړه په لنډه کې د 327 ملینه ډالرو د اضافي بشري امداد سره په تېر یو کال کې امریکا د افغانستان سره د ټول امداد تخمینه 1.1 بلین ډالره جوړېږي.

پدې کې 812 ملینه ډالره د یواېس اېډ او نزدی 320 ملینه ډالره د امریکا د خارجه وزارت لخوا ورکړی شوي دي.

یاده دي وي، د جدا جدا ادارو د اندازو ترمخه په افغانستان کې دا وخت د امنیتي حالاتو، اقتصادي بدحالۍ، کووډ وبا او د نورو قدرتي افتونو دلاسه د 24 ملینه نه زیات خلک امداد ته حاجت منده دي.

د افغانستان اقتصاد:

د تهامس وېسټ وینا وه، دا یو حقیقت دی چې د افغانستان اقتصاد په امداد باندې منحصره اقتصاد دی. او دا چې په زرګونو افغانان هره میاشت د روزګارانو دپاره تیارېږي خو معشیت دهغوې د ځای کولو توان نه لري.

افغان معیشت ته اسرا ورکولو او د افغانانو د معاشی ښېګڼې دپاره امریکا او نړۍ څه کوي؟

ددی پښتنې په جواب کې ځانګړي استازې د "افغان فنډ" یادونه وکړه چې د امریکا د خزانې وزارت، خارجه وزارت، سویټزرلېنډ حکومت او افغان اقتصادي ماهرینو په همکارۍ د ستمبر په شروع ورځو کې جوړ کړی شو.

د ښاغلي وېسټ په وینا ددغه فنډ په مشرانو کې چې کوم خلک شامل دي هغوی به دا فېصله کۍ د افغانستان د مرکزي بېنک د 3.5 بلینه ډالرو اثاثی په کومه طریقه، څنګه او په کوم ځای کې ولګول شي.

او ددی مقصد هم دا دی چې د افغانستان د خلکو دا پېسی هم دهغوی د ښېګړی دپاره پکار راوستل شي او د طالبانو لاسونو ته ورنشي.

یاده دي وي د ورلډ یېنک ترمخه په تېر یو کال کې د افغانستان اقتصاد او امدن د 20 نه تر 30 ٪ پورې راغورځېدلې، په امپورټس یا وارداتو کې 40% کمې راغلې او 70% پورې افغانان وایي چې د کورنیو بنیادي ضرورتونه نشي پوره کولی.

د امریکا د خارجه وزارت په وینا د افغان فنډ دلاری به کېدای شي چې افغانستان عالمي مالیاتي ادارو ته په وخت ادایګیاني وکړي او ضروري امپورټس لکه بجلۍ بلونه په وخت ورکړي چې له دی سره به د ترقیاتي امداد په لړ کې د افغانستان باورتیا په ځای پاتې شي.

ترهګري او افغان طالبان:

ددی خبرو په موقع ښاغلي وېسټ زیاته کړه چې ایمن اظواهري ته په پناه ورکولو افغان طالبانو د دوحه معاهدی خلاف ورزي کړي. خو امریکا بی د څه ولسي زیان هغه خپل انجام ته وارسوؤ.

د تهامس وېسټ په وینا دغه ډرون حمله چې اظواهري پکې ووژل شو پس هم امریکا د طالبانو سره رابطی په ځای ساتلي دي چې د ترهګرۍ په حقله ورسره خپل فکرونه شریکوي.

پدی موقع هغه دا هم وویل چې دا وخت د امریکا دپاره په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې موجودګی د فکر خبره د.او دا چې داعش خراسان یو شریک دشمن دی.

ښاغلي وېسټ د داعش خراسان پرضد د طالبانو د کوششونو هم ومنل.

هغه وویل که څه هم په تېر یو کال کې په امریکا او په ایتلافیانو یې د ترهګرۍ حملې ندي شوي خو ددی باوجود پدغه سیمه کې القاعده، جېش محمد، لشکر طیبه او دغه شان نورې تندروا ډلې موجودې دي چې په افغانستان کې هم خپله موجودګي لري او دا د فکر خبره ده.

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG