لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې نوي وزیر د پټرولو او ډيزلو ارزانولو اعلان کړی


د پاکستان د خزانې نوي وزير اسحاق ډار اعلان کړی چې پټرول 12روپۍ 63 پېسې او ډیزل 12 روپۍ 13 پېسې ارزان کړی شو. اسحاق ډار په وروستیو کې د خزانې وزارت سمبال کړی دی.

نوموړي د تيلو د بيعو ارزانولو اعلان تيره شپه ناوخته کړی او ويلي يې دي نوي قيمتونه به د نن خالي، شنبې د ورځې، لومړي اکتوبر څخه عملي وي.

د نوموړي د اعلان سره سم پاکستان کې يو ليټر 12روپۍ 13پېسې، هايي سپيډ ډيزل 12روپۍ 13پېسې، د خاورو تېل 10روپۍ 19پېسې، او لايټ ډيزل 10روپۍ 78 پېسې ارزان کړی شوي دي.

چې ورسره د پټرولو يو ليټر قيمت د 237روپو او 43 پېسو نه 224روپو او 80 پېسو ته، ډيزل د 247روپو او 43پېسو نه 235روپو او 30 پېسو ته راکم شوی شوی دي، د خاورو تېل يو ليټر 191روپۍ 83پېسې شوی او لايټ ډيزل 186روپۍ 50پېسو ته راغلي دي.

د خزانې وزیر ويلي، د وزيراعظم شهباز شريف سره د مشورې وروسته يې تېل ارزان کړي دي.

حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن ويلي، نور رعايتونه به هم اعلان کړی شي.

د روان کال اپرېل په مياشت کې چې د پاکستان مسلم ليګ ن او نورو اتحادي ګوندونو دا حکومت جوړ شو هغه وخت په ملک کې يو ليټر پټرولو قيمت د 150 روپو پورې وو، خو دې نوي حکومت بیا په يوه مياشت کې دننه پټرول او ډيزل 30، 30 روپۍ ګران کړي وو.

هغه وخت د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ويلي وو، د تير حکومت د وزيراعظم عمران خان او د خزانې وزير شوکت ترين د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د کړې لوظنامې لاندې دا ګام اخستل ضروري وو.

په نوي حکومت د تيلو ګرانولو او نورو قيمتونو سېوا کولو سختې نېوکې کېدې خو نوې حکومت د کمزوري اقتصاد ټولو تورونه د عمران خان په حکومت لګولي او د عمران خان حکومت به ويل اقتصادي مشکلات ورته په ميراث کې پاتې شوی دی.

د خزانې نوي وزیر اسحاق ډار دعوه کړې د روان مالي کال 2022 او 2023 په لومړۍ سه ماهي، درېو مياشتو کې 1635 اربه روپۍ ټېکس ترلاسه شوی، د کوم هدف چې 1609روپۍ اېښودل شوی وو.

نوموړي د ټېکس ګوشوارو جمع کولو نېته هم د 31 اکتوبر پورې غځولو اعلان کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG