لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د احمدي ټولنې د حامله مېرمنو د وژلو ګواښ ته د بشري حقونو تنظیمونو سخت غبرګون ښودلی


د بشري حقونو نړیوالو او ملکي تنظيمونو د تحريک لبېک پاکستان ډلې د پنجاب صوبې د ځايي مشر محمد نعيم چهټه لخوا د احمدي ټولنې پرضد د کرکې څخه ډکې خپرې شوې وېډيو ته سخت عکس العمل ښودلی او د حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د یاد تن خلاف دی د نفرت خپرولو دمخنیوي دقانون لاندې ګامونه پورته کړي.

په ټولنيزو رسنيو يوه وېډيو خپره شوې چې پکې ليدل کېږي چې د تحريک لبېک پاکستان ډلې د پنجاب منډي بهاوالدين ضلعي مشر خپل پلويان د احمدي ټولنې او په ځانګړي ډول د احمديانو د حامله ښځو وژنو ته پاروي.

د پاکستان د پنجاب صوبې د واکدارانو او یا مرکزي حکومت لخوا د تحريک لبېک د ځايي مشر پارونکې وېنا ته تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ویل شوی. البته د ستمبر په 27مه نيټه د پنجاب صوبې اعلا وزیر چوهدري پرويز الهي ویلي وو داسې يو جماعت جوړوي د کوم مخې ته به چې د خبرداري نوټس لګول کېږي چې پرې به ليک وي چې قاديانانو ته دننه دتګ ته اجازت نه وي.

وي او اې ډيوه په دې اړه د تحريک لبېک پاکستان د دريځ مالومولو لپاره چې کله د ګوند وېاند صدام بخاري سره رابطه وکړه نو نوموړي په سملاسي ډول د څه ویلو څخه ډډه وکړه.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم انټرنیشنل هيومن راېټس کمېټي د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو ډلو څخه غوښتنه کړې چې هغوى دې په پاکستان کې د احمدي ټولنې سره د روان بد چلند او بې انصافۍ پرضد ودرېږي.

په ټولنيزو رسنيو خپرې شوې دې وېډيو کې د تحريک لبېک پاکستان د پنجاب صوبې ضلعي مشر محمد نعيم چهټه قادري ليدل کېږي چې خپلو پلویانو ته وعظ کوي او هغوى ته وايي چې دوي دې د احمدي ټولنې او په ځانګړي ډول د احمديانو په حامله ښځو بريدونه وکړي چې داسې د هغوى د بچيانو د زېږېدو مخه ونيول شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د شپږو منټو په دې وېډيو کې وعظ کوونکی تن چې محمد نعيم چهټه قادري نومېږي د تحريک لبېک پاکستان د پنجاب صوبې د منډي بهاوالدین ضلعې مشر دی.

هغه پرله پسې په دې وېډيو کې د کرکې څخه ډکه وېنا کوي او احمديانو ته په اشاره وايي،
داسې ګستاخان زېږېدل نه دي پکار او چې د احمدي ښځو کوم بچيان پېدا شي نو مونږ به هغوى ژوندي نه پرېږدو.

د احمدي ټولنې وېاند عامر محمود ډيوه سره خبرو کې د تحريک لبېک د ځايي مشر دغه وېنا د افسوس او شرم ډکه ګرځوي او وايي رياستي ادارې هم په دې اړه د خاموشه تماشبين کردار ادا کوي او نوموړي ددغه تن پرضد د نفرت خپرونکې وېنا ضد قانون لاندې د ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده.

عامر محمود وايي "نن سبا په پاکستان کې د احمدي ټولنې خلاف کرکه دومره زياته شوې چې مونږه وليدل چې په دې ورستو کې د اټک د يو ځاى سکول نه احمدي طالب علمان په دې پلمه وويستل شول چې د هغوى عقيده احمدي وه"

د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس کمېټۍ په خپل جارى کړي بیان کې د نړيوالې ورورولۍ او د بشري حقونو د ډلو څخه غوښتي چې هغوى دې په پاکستان کې د احمديانو سره د روان بد چلند او ناانصافي په ضد ودرېږي.

تنظیم په خپل بيان کې په مېډيا او دپاکستان په حکومت غږ کړی چې په سملاسي ډول دې هېواد کې د کرکې خپرونکو هغو وېنا ګانو مخه ونیسي چې له کبله یې د بې شمېره بې ګناه خلکو ژوند ته ګواښ راولاړیږي.

د بشري حقونو خپلواک غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پي سره تړاو لرونکې ذهره يوسف
ډيوه سره خبرو کې په حکومت غږ کړی باید چې د ټي ایل پي د ځايي مشر خلاف ګامونه واخلي.

هغه واي کله چې د يو ګوند مشر داسې د کرکې څخه ډکې وېناوې کوي نو په پاکستان کې له مخکې د ګواښ او خطر سره مخامخ احمدي ټولنه به لا غېرمحفوظه شي.

سږکال د جولاې په مياشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ماهرينو هم د احمدي ټولنې پرضد په لويه کچه تشدد ته دپام نه ګرځولو په سر اندېښنه څرګنده کړې وه او روان کال داپریل میاشت کې په نړيواله کچه د مذهبي ازاديو جاج اخستونکي امريکايي کمېشن د کال 2022 لپاره خپل راپور کې ویلي وو چې د پاکستان دننه کال 2021م کې د مذهبي ازاديو ګراف په ښکته تللی دی.

دې رپورټ کې راغلي وؤ چې د پاکستان حکومت د مذهب د سپکاوى او احمديانو ضد قوانین د يو نظام لاندې راېج کړي دي او رياست مذهبي لږکي د تحريک لبېک پاکستان پشان غېر رياستي عناصرو څخه په بچ ساتلو کې پاتې راغلی.

د يوې اندازې ترمخه پاکستان کې نزدې 4 مېلیونه احمديان اوسېږي چې د 22 کروړه اکثريتي مسلمان ابادۍ هېواد کې په پرله پسې توګه په رياستي او ټولنيز کچ د ناروا امتيازي چلند سره مخ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG