لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايران په روانو احتجاجونو کې په يوه ورځ کې 19 مظاهره کونکي وژل شوي


د ایران په زاهېدان ښار کې په لاریون کونکو باندې د پولیسو له ډزو وروسته د شوې یوې ویډیو څخه انځور اخېستل شوی
د ایران په زاهېدان ښار کې په لاریون کونکو باندې د پولیسو له ډزو وروسته د شوې یوې ویډیو څخه انځور اخېستل شوی

واشنګټن- په ايران کې د حکومت خلاف د دوو اوونيو نه روان احتجاجونو کې تېزي راغلې او د خبرونو تر مخه د پوليس او احتجاج کونکو تر منځ په نښتو کې تېره ورځ لږ تر لږه 19 نور تنه وژل شوي.

نښتې هغه وخت شوي کله چې سني لږکيي مسلمانان د ايراني بلوچستان په په زاهېدان سيمه کې د مرکزي جماعت/مسجد نه د جمعې د مونځ نه پس رابهر شول. زاهېدان د سيستان او بلوچستان مرکز دی.

په دوبۍ کې ميشت د بلوچستان نيشنل سولېډيريټي ګوند جنرل سيکرټري حبيب الله سربازي د وي او ای فارسي سروس ته ويلي ځينې مونځ کونکي چې کله د جماعت نه رابهر شول نو د حکومت خلاف په احتجاج کې يې برخه واخستله او په ځايي پوليس سټيشن يې کاڼي ورول پيل کړل چې په غبرګون کې پرې پوليسو ډزې وکړې او دغه کسان پکې ووژل شول.

سربازي چې ډله يې په ايران کې د بلوچ د حقونو د پاره مبارزه کوي وويل هغه دغه معلومات په ايران کې د باوري سرچينو نه تر لاسه کړي او هغه زياته کړه احتجاج کونکي په دې غصه وو چې په ياد پوليس سټيشن کې يو افسر د يوې کم عمرې جينۍ سره د جينسي تېري په تور بدنام شوی و.

د ايران سرکاري ميډيا احتجاج کونکي ترهګر او بېلتون پاله بللي او تور يې لګولی مظاهره کونکو د پوليس خلاف د وسلې استعمال هم کړی.

په سيستان کې په تېرو کلونو کې د ايراني امنيتي ځواکونو او د بلوچ وسله والو ډلو تر منځ نښتې شوي دي. په ياده سيمه کې د امنيتي ځواکونو او قاچاقبرانو تر منځ هم وخت په وخت وسله والې مقابلې کيږي چې د پاکستان او افغانستان سره په پوله پرته ده.

د ايران سرکاري ميډيا ايرنا د سيستان او بلوچستان د ګورنر حسين مدرېس خياباني له خولې ويلي چې په پېښه کې 19تنه وژل شوي او شل نور ټپيان شوي دي چې پوليس هم پکې شامل دي.
په ايران کې د 22 کلنې مهسا اميني د مرګ وروستو د احتجاج لړۍ روانه ده څوک چې د مذهبي پوليسو په ولقه کې مړه وه او پوليسو ځکه نيولې وه چې مذهبي پوليسو ګڼل د مهسا لباس اسلامي نه دی.
ايران تر اوسه په احتجاجونو کې د مړو سرکاري شمېره 41 ښيي خو ځينې سرچينې ميډيا ته دا شمېر د 80 نه زيات ښيي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG