لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکابل برید کې دمړو شمېر۳۵ته رسېدلی،هزاره مېرمنو دخپلې"نسل وژنې" پرضد مظاهره کړې


دکابل برید کې د وژل شوؤ شمیره۳۵ ته رسېدلې،هزاره مېرمنو دخپلې نسل کشۍ پرضد مظاهره کړې

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ وویل، د کابل په دشت برچي کې د دجمعې په ورځ دشوي ځانمرګي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ ته رسېدلی دی.

په عین حال کې دافغانستان شیعه هزاره مېرمنو چې دغه برید کې ورته تر ټولو زیات زیان رسېدلی ،دخپلې اقلیتي ټولنې د"نسل کشۍ" پر ضد یې کابل کې تېره ورځ کوټلی احتجاج کړی دی.

د جمعې په ورځ یوه ځانمرګي بریدګر د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د پوهنتون د لیلیې په یوه تالار کې هغه مهال ځان پسې تړلي چاودیدونکي مواد الوځولي وؤ چې سلګونه زده کوونکې د پوهنتون د ازموینو لپاره راټولې شوې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه بیان کې ویلي، " برید کې د وژل شوؤ کسانو شمیره ۳۵ ته رسېدلې اؤ ددې ترڅنګ ۸۲ نور ټپیان دي"

ویل شوي، چې په وژل شویو کې تر ۲۰ زیاتې ښځې او نجونې دي.

د ملګرو ملتونو د ماموریت د لخوا دې برید کې د اوښتي مرګ ژوبلې شمیره د هغه شمیر څخه لوړه ده چې د کابل چارواکو رسنیو ته ښودلې ده.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت یوه چارواکي د سه شنبې په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل چې د لوړو زده کړو په دې مرکز برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي -

تر دې مخکې افغان چارواکو په یاد برید کې د ۲۰ کسانو د وژل کیدو اؤ او ۲۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی ؤ.

د تیر اګست په میاشت کې واک ته د بیرته راستنیدو راپدیخوا امنیت د طالبانو دحکومت لپاره یوه حساسه موضوع ده او دا سخت دریځې ډله اکثره د هغو بریدونو د کمولو لپاره لیواله ده چې د دوی رژیم ننګوي.

په همدې حال کې د شنبې په ورځ په لسګونو هزاره مېرمنو کابل کې دهزاره ټولنې د وګړو پرضد د ترهګرۍ د وروستیو ترسره شوؤ پېښو پرضد په داسې حال کې یوه احتجاجي مظاهر کړې چې دطالبانو حکومت دښځو په لاریونونو بندیز لګولی دی .

په دې مهال شاوخوا ۵۰ ښځو شعارونه ورکول "د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ"

دوی په دشت برچي کې د یوه روغتون په لور لاریون وکړ چې د برید دڅو قربانیانو درملنه پکې روانه ده.

د ای ایف پي یوه خبریال راپور ورکړ چې لاریون کې برخه لرونکو هزاره مېرمنو تور حجابونه او سرې جامې اغوستې وې، بینرونه یې په لاسونو کې نیولي وؤ چې پرې لیکل شوي وو: "د هزاره ګانو وژنه بنده کړئ"

۱۹ کلنې مظاهره کوونکې فرزانه احمدي ای اېف پي ته وویل، "د پرون برید د هزاره ګانو او هزاره نجونو پر ضد و"

"موږ د دې نسل وژنې د بندولو غوښتنه کوو. موږ د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره لاريون وکړ"

منظم هدف

وروسته لاريون کوونکي د روغتون مخې ته راغونډ شول او شعارونه يې ورکول، چ

تر اوسه کومې ډلې د جمعې د ورځې د برید مسوولیت نه دی منلی خو تر دې مخکې وسله والې ترهګرې ډلې داعش دشعیه مسلمانو په عبادتخانو،دنجونو په ښوونځیو اؤ نورو مقاماتو دشوؤ زیاتره بریدونو ذمه واري منلې ده.

طالبانو افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته دلږکیو د ساتنې او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي ژمنه کړې ده.

خو د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د جمعې د ورځې برید "د افغانستان د خلکو په ساتنه کې د غیر حقیقي چارواکو په توګه د طالبانو د بې کفایتۍ او بشپړې ناکامۍ د شرم وړ یادونه وه".

د تېر کال په مئ میاشت کې، واک ته د طالبانو تر راتګ مخکې، په دشت برچي کې د دوی ښوونځي ته څېرمه د دریو بمي چاودنو له امله لږ تر لږه ۸۵ کسان وژل شوي وؤ چې زیاتره پکې نجونې وې او شاوخوا ۳۰۰ نور کسان ټپیان شوي وؤ.

ددغو چاودنو پړه کومې ډلې پر غاړه نه وه اخیستې، خو یو کال وړاندې داعش په همدې سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید پړه منلې وه چې ۲۴ تنه پکې وژل شوي وؤ.

داعش په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو لپاره د یوې مهمې امنیتي ننګونې په توګه راڅرګند شوی، خو طالب چارواکي ادعا کوي چې د دوی ځواکونو داعشیانو ته ماتې ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG