لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

انډونیشیا کې دفوټبال سیالۍ په مهال جوړ شوي الغاؤ تلغاؤ کې174 کسان وژل شوي


داندونیشیا په ختیځه جاوا سیمه کې د شنبې په شپه د فوټبال په یوه لوبغالي کې د الغاؤ تلغاؤ جوړیدو له امله لږ تر لږه 184 کسان وژل شوي دي اؤ180 نور ژوبل شوي دي.

د ختیځ جاوا د پولیسو مشر نیکو افینتا خبریالانو ته ویلي چې د پولیسو دوه غړي هم په وژل شوؤ کې شامل دي اؤ پېښه کې مړه شوي زیاتره کسان دخلکو دپښو لاندې راغلي دي.

افینتا وویل چې د شنبې یا خالي په ماښام دسیمه ییزو لوبډلو اریما ایف سي اؤ پرسي بایا سرابیا ترمنځ د فوټبال سیالي روانه وه اؤ چې کله دا سیالي پرسي بایا لوبډأې وګټله نو د دواړو لوبډلو دپلویانو اؤ مخالفین ترمنځ خپلو کې تاؤ تریخوالی پیدا شو.

دپولیسو دغه مشر رسنیو ته ویلي پخپل کورني میدان دماتې څخه ناخوښي داریما ایف سي لوبډلې په سوؤنو پلویان لوبغالي ته ورننوتل اؤ داسې الغاؤ تلغاؤ جوړ شو.

د پولیسو مشر وویل"د پولیسو افسرانو هڅه وکړه چې ارمینیا بیرته ستنیدو ته وهڅوي خو دهغوئ خبرې ته غوږ ونه نیول شو. مونږ نه پوهیږو چې ولې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوه او بالاخره یې پر پولیسو هم برید وکړ. بالاخره پولیسو پر خلکو اوښکې بهوونکی ګاز وکارولو"

د فوټبال سیالۍ ته ورټول شوي سلګونه کسان د اوښلن ګاز یا ګیس نه دځان ژغورلو په غرض دلوبغالي په دروازو ورمات شول چې په دې موقعه جوړې شوې ګڼې ګوڼې کې ډیری کسان دخلکو دپښو لاندې راغلل اؤ مړه یا هم ژوبل شول.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د پېښې سلګونه ټپيان نزدې روغتونونو ته لېږدول شوي، خو ډېرى يې په لاره او يا د درملنې پر مهال مړه شوي دي.

قهرجنو خلکو د پولیسو 13 موټرې او لارۍ هم سوځولي دي.

د انډونیشیا ولسمشر جوکو ویدودو په یوه ټلویزیوني وینا کې په دې پېښه خواشیني څرګنده کړه او د سپورټ له وزیر، د پولیسو له مشر او د انډونیشیا د فوټبال د ټولنې له مشر څخه یې وغوښتل چې د فوټبال د سیالیو او د هغوی د امنیتي کړنلارو ارزونه وکړي.

د انډونیشیا د پولیسو ویاند دیدي پراسټیو امریکا غږ ته وویل چې یو یوه ډله به له جاکارتا څخه ختیځ جاوا ته راشي ترڅو د سیمه ایزو پولیسو سره مرسته وکړي.

هغه ویلي"د ختیځ جاوا سیمه ییز پولیس د نوي انډونیشیا لیګ (LIB) سره د میچ آپریټر په توګه کار کوي ، او همدارنګه ځینې اړونده دولتي ساتونکي. د ملي پولیسو ټیم به نن ماسپښین د ختیځ جاوا سیمه ایزو پولیسو د ملاتړ لپاره لاړ شي، ترڅو د قربانیانو په پیژندلو کې مرسته وکړي او په څو روغتونونو کې په سلګونو ټپیانو ته طبي مرستې چمتو کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG