سږ کال د طب نوبل جايزه د سويډن يو ساينس پوهه ګټلې چا چې د نوي انسان هغه نينډرتال ډي اېن اې کوډونه مشخص کړي کوم چې د لرغونې انسان رشتې ته نزدې دي او وړاندې نه وو پېژندل شوي.
نوبل ادارې د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي، د سويډين ساينس پوهه سوېنټ پابو ته دغه جايزه "زمونږ د نوي ارتقايي تاريخ د لوستو دپاره د يو نظر وړاندې کولو په سر" د ستاينې په توګه ورکړی شوې ده.
ویل شوي نوموړي د لرغوني انسان په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو نوې طريقه چې ډي اېن ورته ویل کيږي، معلومه کړې ده.
ادارې ويلي، 67 کلن سويډن ساينس پوهه د پخوانیو ډي اېن اې نمونو سمبالولو انتهايي تکنيکي چېلنجونو سره مخامخ شوی خو د جينوم د ترتيب په ترلاسه کولو کې بريالی شوی دی.
ویل شوي نوموړي د لسګونو زرګونو کاله پخواني هډوکي د جينوم يا هډوکي پېژندګلو نوې او اسانه طريقه موندې ده د کوم سره چې د زرګونو کاله پخواني انسان په اړه معلومات ترلاسه کول ممکن شوي دي.
پابو په جرمني کې د ارتقايي بشرياتو د مېکس پلېنک انسټيټيوټ او د جاپان د اوکيناوا د ساينس او ټېکنالوجۍ د انسټيټوټ سره تړاو لري.
د طب په برخه کې دا جايزه په دې اوونۍ کې په پينځه و کې لومړۍ جايزه ده چې ورکول کيږي.
د اکنامکس يا اقتصاد جايزه به په لسم اکتوبر ورکول کيږي. دا يواځينۍ جايزه ده چې د سويډن موجد الفرېډ د وصیت لاندې نه ده جوړه شوې.
د نوبل د جایزې رسمي مراسم يا دستوره به په دسمبر کې ترسره کيږي.