لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م. م له پاکستان سره د مرستو لپاره د ۱۶۰ میلیونو پر ځای اوس د ۸۱۹ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې


واشنګټن - ملګروملتونو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو غوښتنه په ډراماټیکه توګه له ۱۶۰ میلیونو څخه ۸۱۶ میلیونو ډالرو ته لوړه کړې ده.

له نړیوالو څخه پاکستان ته ددغې مرستې غوښتنه له پاکستاني چارواکو سره په ګډه د نهې یا سې شنبې په ورځ په جنیوا کې شوې ده.

بل پلو د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر تېدروس ګبریاسس د نهې یا سې شنبې په ورځ په تلویزیوني وینا کې ویلي، "د اوبو زیاتېدل درېدلي دي خو د خطر نه."

هغه وویل، بیړني او ځواکمن غبرګون او مناسبې مالي مرستې ته اړتیا ده چې پرې په دغه سېلاب ځپلي هېواد کې د ملاریا، کولرا، ډینګي او د پوستکي د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

تېدروس زیاته کړه، "مونږ د عامې روغتیا د یو ناورین په درشل کې یو. که له پاکستان سره مو مرستې و نه کړې نو په سېلابونو کې له مړو شویو څخه به زیات خلک مړه شي. مونږ اټکل کوو چې هره ورځ ۲۰۰۰ ښځې ماشوم زېږوي، اکثره یې په غیر خوندي حالاتو کې."

پاکستاني چارواکو ویلي، په سېلابونو کې یې نېږدې ۱۷۰۰ کسان مړه شوي چې له دریو څخه یوه برخه یې ماشومان وو او کابو اته میلیونه کسان بې ځایه شوي او شاخوا ۳۳ میلیونه خلک ترې اغیزمن شوي دي.

د پاکستان د موسمي بدلون وزیرې شېرې رحمن وویل، چې ۱۶ اونۍ وروست هم ۳۴ ضلعې اوس هم له نارین سره مخ دي او ۱۱ ضلعې لا تر اوسه هم د اوبو لاندې دي.

هغې وویل، په پاکستان کې ۸.۲ میلیونه کسان درملو ته بیړنۍ اړتیا لري او باید زیات خوراکي‌ توکي وارد کړي.

ملګروملتونو په پاکستان کې د ولږې د زیاتېدو خبرداری ورکړی او وایي، په وروستیو سېلابونو کې تر ۳.۶ میلیونه هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه خرابه شوې او تر ۱.۱ میلیون زیات ساروي پکې مړه شوي دي.

پاکستاني چارواکي اټکل کوي چې په سېلابونو کې د ۳۰ بیلینو ډالرو په ارزښت بنسټیزو ودانیو ته زیان رسېدلی، سړکونه، پلونه او تر اته لکو زیات کورونه پکې ویجاړ شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG