د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د پاکستان تحریک انصاف د فېصل واډا د تلعمري نااهلۍ د مقدمې د اورېدنې په مهال د ارټيکل [62 ون، اېف] مادې ته تور قانون ویلي دي.
د پاکستان د ایين ارټيکل [62 ون، اېف] د پارليمان د غړي د نااهلۍ په اړوند ماده ده.
د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ درې کسيزه بنچ د نهې/ سه شنبې په ورځ د فېصل واډا د تلعمري نااهلۍ په ضد خواست اورېدنه کې چيف جسټس ویلي، د تلعمري نااهلۍ ارټيکل [62 ون، اېف] ماده تور قانون دی، او دغه مقدمه به په محتاط ډول اورېدی شي.
د پاکستان الېکشن کمېشن د روان کال فرورۍ په میاشت کې د تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکی فېصل د دوه هېوادونو د شهريت په مقدمه کې نااهله کړی وو.
د سپريم کورټ په اورېدنه کې وکيلانو دليلونه وړاندې کړي او چیف جسټس بيا ويلي په دې مقدمه کې پوښتنه دا ده چې ايا الېکشن کمېشن د تلعمري نااهلۍ حکم کولی شي که نه شي کولی ځکه دغه مقدمه به په تفصيل سره اوري او د بلې اورېدنې دپاره پکې سبانۍ د اکتوبر شپږمه نېټه ورکړی شوې ده.
د پاکستان د ايين ارټيکل [62 ون، اېف]
د پاکستان د ايين ارټيکل [62 ون، اېف] ماده د پارليمان د غړو د اهليت په اړوند ده، چې اووه شقونه لري او په ارټيکل [62 ون، اېف] باندې پوره نه ختونکی تن د پارلیمان غړی نه شي جوړېدی.
د ارټيکل [62 ون اې] ترمخه، د پارلیمان د غړي جوړېدو دپاره ضروري ده چې پاکستانی شهري يا وګړی به وي. د [62 ون بي] ترمخه د قومي اسمبلۍ د غړي جوړېدو دپاره لږ تر لږه عمر به 25 کاله وي او په ووټر لسټ کې به يې نوم موجود وي.
د [62 ون سي] ترمخه د سېنېټ د غړي دپاره د عمر شرط 30 کاله دی او په ووټر لسټ کې يې نوم ضروري دی، او [62 ون ډي] ترمخه داسې کس به د ښه کردار مالک وي او د اسلامي حکمونو څخه سرغړونې دپاره مشهور نه وي.
د [62 ون اي] ترمخه داسې تن به د اسلامي تعليماتو علم لري د اسلامي منشور د فرضو پابند او د ګناه کبیره نه به ډډه کوي.
د [62 ون اېف] ترمخه د پارلیمان د غړي جوړېدو دپاره ضروري ده چې هغه به پوهه لري، پارسا به وي، ایماندار به وي او د کوم عدالت څخه به يې پرضد فېصله نه وي راغلي.
د [62 ون جي] ترمخه داسې تن به د پاکستان جوړېدو وروسته د ملکي سالميت پرضد نه وي او نه به يې د نظريه پاکستان مخالفت کړی وي.
د ارټيکل [26 ټو] ترمخه د 62 ون د ډي او اي شقونو اطلاق به په غېر مسلمه غړو نه وي، خو د غېرمسلمه دپاره ښه اخلاق ضروري ګرځول شوي دي.
ارټيکل [62 ون، اېف] لاندې د پاکستان مخکنی وزيراعظم نواز شريف د پاناما په مقدمه کې نااهله کړی شوی وو په هغه تور وو چې د زوی نه یې تنخا نه وه اخستې او دغه خبره یې په خپلو اثاثو کې نه وه ښکاره کړې.
د دغه مادې لاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو پخوانی مشر جهانګير ترين هم نااهله کړی شوی وو.
د چيف جسټس د ريمارکس وروسته پاکستان کې په ارټيکل [62 ون، اېف] باندې تود بحث شورو شوی دی.
[خبر د وي او اې اردو په مننه]