لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاپان په سر د شمالي کوریا د میزایل د تېرو په اړه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه جوړوي


FILE - A missile that analysts believe could be the North Korean Hwasong-12 is paraded in North Korea on April 15, 2017. Japanese Defense Minister Yasukazu Hamada said a missile North Korea fired over Japan on Tuesday could have been a Hwasong-12.
FILE - A missile that analysts believe could be the North Korean Hwasong-12 is paraded in North Korea on April 15, 2017. Japanese Defense Minister Yasukazu Hamada said a missile North Korea fired over Japan on Tuesday could have been a Hwasong-12.

واشنګټن - د ملګرو ملتونو امنیت شورا (سیکوریټی کونسل) به نن د د شورو په ورځ یوه بېړنۍ ناسته جوړوي چې په هغې کې به د جاپان د پاسه د شمالي کوریا د یو بالسټیک میزایل د تېرېدو مسئله څېړل کیږي.

د امنیت شورا دغه فوري او پرانېستې ناسته، د امریکا په مطالبې رابلل شوې ده. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې، لېنډا ټامس-ګرینفیلډ پخپل ټویټر پاڼه لیکلي دي: «مونږ ته په کار ده چې د شمالي کوریا صلاحیت محدود کړو او پرېنږدو چې شمالي کوریا خپل غیرقانوني بالسټیک میزائیلونه او د ډله ییزې وژنې د وسلو پروګرامونه مخ ته بوزي.»

د جاپان د کابینې جګپوړي وزیر، هیروکازو ماتسونو د نهې/سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې شمالي کوریا پرون (نهې ورځ) سهار په 7:22 بجو میزایل وتوغاوه چې دوه ویشت (۲۲) منېټه وروسته دا میزایل د جاپان د خاص اقتصادي زون نه بهر، په پسفیک سمندر کې راوغورځېد. د دې میزایل د ویشتل کېدو له امله، جاپان د نهې ورځې په سهار د هوکایدو او اوموري سیمو اوسېدونکي له هغو ځایونو نه وایستل.

د جنوبي کوریا د پوځ مشر ویلي چې د شمالي کوریا له اړخه دغه لانچ شوی میزایل، د منځني واټن ویشتونکی بالسټیک ډوله توغندی و چې د ځمکې نه 970 کلومټره پورته شو او د غورځېدو نه مخکې یې 4500 کلومټره لاره ووهله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG