لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوتین له روس سره د اوکراین د څلورو سیمو د یوځای کېدو قانون لاسلیک کړی، اوکراین او لویدیځ غندلی


واشنګټن - د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د شورو یا چهارشنبې په ورځ هغه قانون لاسلیک کړ چې په ترڅ کې یې د اوکراین څلور سیمې په رسمي توګه له روس سره یوځای وبلل شوې.

دغه ګام په پراخه توګه غیر قانوني‌ ګڼل شوی او غندل شوی.

دا په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه د جګړې په ډګر له روسانو څخه د سیمو د نیولو په برخه کې د پرمختګ په حال کې دي.

د روس دغه ګام چې د اوکراین څلور سیمې ډونیڅک، لوهانڅک، ژپوریژیا او خېرسان یې له ځان سره یوځای اعلان کړې په روانه اونۍ کې د روس د پارلمان لخوا تصویب شوي و.

په دغو سیمو کې د روس لخوا د ټاکل شویو چارواکو لخوا د دوی په وینا ریفرنډم شوی.

اوکراین، لویدیځو متحدینو او ملګروملتونو ټولو دغه رایه اچونه غندلې ده او ویلي دي چې د جبر په حالاتو کې ترسره شوې او د اوکراین د خلکو اراده نه څرګندوي.

تمه ده د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ به راتلونکې اونۍ په یوې داسې مسودې باندې رایه ورکړي چې د روس لخوا له ځانه سره د اوکراین د سیمو د یوځای کولو ادعا وغندي.

روس د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې دې ته ورته یو اقدام ویټو کړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG