لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 ايران: د مهسا اميني د مړينې وروسته د مظاهرو په مهال په پوهنتونونو کې پولیس په ځای کړل شوي


په ايران کې د 22 کلنې مهسا اميني د مړينې وروسته د روانو مظاهرو په مهال د شورو/ چهارشنبې په ورځ په څو ښارونو کې په پوهنتونونو کې امنیتي ځواکونه په ځای کړی شوي دي.

په ايران کې د مهسا اميني د مړينې پېښې وروسته په غټه کچه مظاهرې پېل شوي کومې چې د کال 1979 وروسته د ايران د روحاني مشرتابه دپاره غټ چېلنج جوړ شوی دی.

د عېني شاهدينو په وېنا په پلازمينه تهران، ارمنيا، تبريز او رشت ښارونو کې د احتجاجونو د مخنيوي دپاره پوليس په ځای کړی شوي چرته چې په ځانګړي ډول د پوهنتونو خوا ته مظاهرې کيږي او دغه يې مرکزونه جوړ شوي دي.

د رويټرز د خبر ترمخه د تهران پوهنتون يو زده کوونکي عېني شاهد ويلي، "د تهران پوهنتون نه چاپېره پولیس ولاړ دي، هغه په ويره کې دی چې کېمپس پرېږدي خو بهر د پوليسو ګڼ ګاډي ولاړ دي او زده کوونکي نيسي".

د بشري حقونو فعال وايي، د ايران امنیتي ځواکونو او د انقلابي ځواک رضا کار بسيج د زرګونو په شمېره کې مظاهره کوونکي نيولي، او د لسګونو په شمېره کې ژوبل کړی شوي او د 150 پورې کسان وژل شوي دي.

حکومت هم د امنيتي ځواکونو په شمول د ګڼو وژنو خبر ورکړی او تور يې لګولی چې د امریکا په شمول بهرني قوتونه ايران بې ثباته کول غواړي.

د شورو په ورځ په ټولنيزو رسنيو يوه ويډیو خپره شوې چې پکې په تهران کې د جينکو په سکول کې زده کوونکو د سرونو څخه حجابونه لرې کړي او نعرې وهي چې مرګ په [سپريم ليډر ايت الله] خامنه ای.

د نهې په ورځ په شيراز ښار کې هم د جينکو په سکول کې د بسيج يو غړی ایسار کړی شوی څوک چې د وينا دپاره راغوښتل شوي، په هغه نعرې وهل شوي چې "بسيج لرې شه"، او "مرګ په خامنه ای".

رويټرز ويلي د ازادو سرچينو څخه يې د دغو ويډيوز تاييد نه دی کړی.

په 13 ستمبر د ايران اخلاقي پوليسو په بند کې کرده ايرانۍ همسا اميني مړه شوې او د هغې وروسته د مختلفو طبقو سره تعلق لرونکي خلک په احتجاجونو راوتلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG