لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چينايي کمپنۍ بلوچستان کې داستحصالي قوتونو په توګه کار کوي،دپاکستان پارلیمان کې نیوکې


د بلوچستان سره تعلق لرونکي د قامي اسمبلۍ غړي اسلم بوټهاني تور لګولی چې په بلوچستان کي په بېلابېلو پرژو کار کوونکې کمپنۍ د استحصالي قوتونو په توګه کار کوي او د ګوادر لسبېلې په ساحلي سيمو کې چاپیریال ته نقصان رسوي او سمندري ژوند تباه کوي.

قامي اسمبلۍ کې تېره ورځ د وېنا په مهال نوموړي دا تور هم پورې کړی چې چينايي کمپنۍ ځایي خلک د ملازمتونو هم بې برخې کړي دي.

د تېرې جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ کې د وېنا په مهال نوموړي د بلوچستان د ګوادر لسبېلې په استازیتوب دغلته د کار کونکو چينايي کمپنیو په کردار هم سخت ټکونه وکړل او وئ ویل چي دغه کمپنۍ صوبې کې د راغلي ويجاړونکي سېلاب په وخت د خلکو مرستې ته هم نه وې ورغلې.

اسلم بوټهاني په ګوادر او لسبېله کې د کویلې څخه د بجلۍ د جوړولو په کار کې بوختو چينايي کمپنو باندې دا تور هم لګولی چې هغوى د پاکستان حکومت ته ټېکس هم نه ورکوي.

هغه وايي" چين زموږ دوست هېواد دی، په ښه اؤ بد وخت کې د پاکستان پکار راځي خو چينايي کمپنۍ په بلوچستان کې د استحصالي قوتونو په توګه کار کوي"

نوموړي دا چينايي کمپنۍ د یاجوج ماجوج په نامه ېادې کړې او وئ ویل د ګوادر لسبېلې په ساحلي سيمو کې دې کمپنیو تباهي خوره کړې او دې سره سمندري ژوند ته هم زيان رسوي.

ده وويل دغه کمپنۍ چاته هم ځان ځواب ده نه ګڼي ولې چې د پوځ په حفاظت کې کار کوي.

بوټهاني د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په چينايي کمپنيو خپله عملداري پرځائ کړي.

د اوبو او برېښنا مرکزي وزير خرم دستګیر بوټهاني ته باور ورکړ چې د چينايي کمپنیو د استازو سره به زر وويني او دا ستونزې به هوارې کړي.

د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ د پروژې لاندې چين په پاکستان کې د 62 اربو ډالرو پانګونې کوي او په دې کې د اوبو، بجلۍ، زراعتو او سړکونو پروژې شاملې دي.

د چين د پانګونو تر ټولو لويې مرکز بلوچستان کې زياتېدونکي نا ارامۍ او د پاکستان د جنوب نه تر شمال پورې د چين په کار کوونکو وروستیو حملو په دواړو هېوادونو چين او پاکستان کې د سي پېک د راتلونکي په اړه اندېښنې زياتې کړي او د بلوچستان سره تړاو لرونکي قام پرست ګوندونه هم د پاکستان او چين په حکومتونو د سيمې د قدرتي شتمنیو د لوټ کولو تورونه لګوي.

د بلوچستان سره تړاو لرونکی کار پوهه رفيع الله کاکړ ډيوه ته وايي اسلم بوټهاني د سيمې نماېنده دی او د هغه خبره سمه ده.

هغه وايي دغلته د حب تهرمل پروژه د کوېلې څخه بجلي جوړوي، او دا خامخا چاپیریال او سمندري ژوند ته نقصان رسوي.

بل څېړنکار اعظيم کاکړ ډيوه ته وايي دا خبره سمه ده چې د بلوچستان په چينايي کمپنيو ځاى خلک د استحصال تورونه لګوي ولې چې د ګوادر د خلکو د ژوند ټول انحصار په سمندري اوبو دی.

دی وايي اسلم بوټهاني هغه وخت چرته و چې کله د ګوادر خلک د خپل حق لپاره پاڅېدلي وو او نهه مېاشتې مخکې یې احتجاج او مظاهرې کولې خو بهوټاني پکې د خلکو سره نه و شامل شوی، دی اوس په چينايي کمپنيو ځکه اعتراض کوي چې انتخابات نزدې دي.

د چاپیریال ماهر ډاکټر نفيس ډيوه ته وايي کله چې د څلوېښت ډګري سنټري ګرېډ څخه زياتې تودې اوبه سمندر ته غورځېږي نو هلته سمندري ژوند ته نقصان رسوي، کبان او نور ساه لرونکي وژني او ورسره د سمندر په تل کې ګياه یا شنه بوټي هم تباه کېږي ولې چې ګرمو اوبو کې اکسيجن نه وي.

پاکستان کې د سي پېک لاندې د منصوبو او د هغې د لګښتونو تفصيلات نه ترلاسه کېږي.

د پاکستان د پارليمان غړي هم وخت په وخت د چينايي پانګونو او په دغو کې د چين د برخې په اړه د ورکړل شوو معلوماتو په کره والي نيوکې او شکونه کوي خو راپورونه وايي چې تر اوسه پورې چين په بېلابېلو پروژو کې خواوشا 25 اربه ډالره مصرف کړي دي.

که څه هم پاکستان د سي پېک پروژه د هېواد په ګټه بولي او دا سيمې لپاره د غوره بدلون لوبه ګرځي خو امریکا د سي پېک لاندې د چين پانګونې د پاکستان لپاره د چين د پورونو یوه لومه ګرځوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG