لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماسکو ویلي، د کرایمیا په مهم پول باندې د موټر بم چاودنه شوې


واشنګټن - روس ویلی دي چې د ریل ګاډو په نظام او د کراېميه او روس ترمنځه په لویه لاره په پول د شوي ټرک بمي چاودنې په وجه لاره ویجاړه شوی ده.

د چاودنې په وجه په پول تلونکو د تېلو په اووه ټېنکرانو باندې اور لګېدلی دی.

د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې خو د اوکراېن د صدر ویلادیمېر زېلېنسکي مشاور ماېخېلو پودولېک په ټويټر د پول تصویر شريک کړی چې ورته لاندې ليکلي شوی دي چې کراېميه، پول دا شوروعات دي. هر څه چې غېرقانونی دي خامخا تباه کول پکار دي، هر څه چې اوکراېن نه غلا شوی دي، خامخا به واپس کول وي او د روس د خوا چې هر څه قبضه شوی دي، هغوي به ويستل وي.‌

روس خپل عمليات زیاتره د اوکراېن په هغو سيمو کې سېوا کړي دي چې دوي يې د ځان سره د شاملولو دعوې کوي.

د اۍ پي خبري ادارې ترمخه د خارکېف ښاروال اېهور تريخوف په ټيلګرام ویلی دي چې د خالي په سهر ميزاېل د ښارپه مرکز کې توغول شوي دی. نوموړي ویلی دي چې د چاودنې په وجه د طبي مرکز په شمول یو شمېر ودانیو ته اور لګېدلی دی.

د زېپوريزیزیه د سيمې اوکراېني ګورنر ویلی دي چې د جمعې په ورځ روس د سيمې په مرکز لانور زیات ميزاېلی ویشتلي دي او په دغه سيمه کې يې د ايران جوړ شوی - شهيد یو سل شپږ دېرشت- نومې ډرونز په وړومبي ځل کارولی دي.‌

زېپوريزیزیه کې د استونګې په ودانۍ د ميزاېل په حمله کې د وژلو شویو کسانو شمېر څوارلس ته رسېدلی دی.

د ماسکو د خوا د اوکراېن د خپل ځان سره شاملو کړو علاقو کې د روس د دفاع وزارت ویلی دي چې دوي په سيمه کې د اوکراېني ځواکونه پرمختګ په شا تمبولی دی.

په عېني حال کې د اوکراېن د چارواکو او پوځیانو ترمخه د جنګ په ځآی کې د دوي د رابطو- سټارلېنک الاتوکې ستونزې رمخې ته شوی دي او کېدلی شي په دې وجه دوي د روس نه بېرته خپلې علاقې نه دي نېولی.‌

د فنانشل ټاېمز د رپورټ ترمخه د اېلن مسک د سپېس اېکس د خوا جوړ شوي د سټارلېنک په زرګونو ټرمېنلې د امرېکې حکومت او د اوکراېني ځواکونو سره مرسته کونکو اخېستلی وې.

دا نظام ډرونز کنټرول کوي او دا د اوکراېن ځواکونو ته معلومات ورکوي او په هغو علاقو کې چې د انټرنېټ‌ محفوظ نظام نه وي،‌ په هاغو کې د دوي د رابطو ذریعه ده.‌

د اوکراېن چارواکي وایي د دې د خرابۍ په وجه دوي ته ډېرې غټې ستونزې ورپېښې شوی دي.

په دې اړه اېلن مسک او سپېس اېکس د ټاېمز پوښتنو ته ځواب نه دی وېلی خو بیا ورستو مسک په ټويټر لیکلی دي چې د جنګ په مېدان کې چې څه روان دي، دا د خلکو سره د شريکولو نه دي.‌

د اوکراین صدر ویلادیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ په خپلې ويډیو وینا کې ویلی دي چې دوي په ورستيو عملياتو کې د روس نه بېرته د هېواد په مشرقي سيمه کې نېزدې دوه نیم زره اسکواېر کلوميتره علاقه او شپږنوي ابادکارۍ نیولی دي.

د دونېسک ګورنر د جمعې په ورځ ویلی دي چې دوي په لېمن کې د نامعلومه کسانو یو اجتماعي قبر او په یو بل ځای کې د دوو سوو کسانو قبرونه رامعلوم کړی دي.

د جمعې په ورځ د اوکراین د کورنیو چارو د وزارت په یو رپورټ کې ویل شوی دي چې په تېره یو میاشت کې په خارکېف کې د پنځه سوه دېرشوعاموخلکو مړي يې موندلی دي.

د روس په ولقه کې د زېپوريززیه د جوهري‌ بجلي‌ ګهر ګېر چاپېره ډزو د جوهري انرجۍ د څار اداره کې تشویش پېدا کړی دی. د اوکراین د چاپېریال د تحفظ د ادارې وزیر ویلی دي چې په بجلي ‌ګهر کې د پېښې په وجه شپږ دېرش کاله وړاندې په اوکراېن کې د چرنوبېل د جوهري پېښې رامخې ته کېدلو نه لس چنده زیات ویجاړی خورولی شي.

د روس په ولقه کې د جوهري بجلي ګهر ګېر چاپېره د محفوظ علاقې اعلانونو په سر د خبرو اترو د پاره به د جوهري انرجۍ د څار د ادارې مشر رافېل ګروسي راتلونکې اوونۍ روس ته سفر کوي.‌

د امریکې صدر جوباېډن په نیویارک کې د فنډ رېزنګ په موقع ویلی دي چې د کال نورلس سوه شپېته وروسته د لوې تباهې خطره په وړومبي ځل غټې کچې ته رسېدلی ده.

په کال ۱۹۶۲ کې د امرېکې د خوا په ترکي او اټلي کې د بېلسټک ميزاېلو پرځآې کولو په ځواب کې سويت یونین هم په کیوبا کې هم دغسې ميزایلې پرځاې کړی وې.

روس او امریکا دغه وخت د جوهري شخړې ته ورنيزدې شوی وو.

د باېډن د وینا وروسته واېټ هاوس ویلی دي چې امریکا خپل جوهري تګلاره کې هېڅ بدلون نه دی راوستی او دوي داسې هېڅ نخښې نخښانې نه دي لیدلی چې روس د جوهري وسلو د استعمال تیاري کوي.‌

یورپي اتحاد د جمعې په ورځ اوکراېن ته د نورو مالي او پوځي مرستو ورکولو باندې سلاح شوی دي خو په پراګ کې د سرمشريزې غونډې په وخت ټوله ورځ د خبرو اترو ورستو هم دوي د ګېس په بېعه نه دي سلاح شوی.‌

د خبرو اترو په وخت بېلا بېل وړاندیزونه رامخې ته شوی دي. یو وړانديز دا دې چې په ټول یورپ کې دې د ګېس یو نرخ مقرر کړل شي.‌ خو څوک وایي داسې کولو سره د ګېس استعمال سېوا کېدلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG