لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکو په قطر کې د طالبانو سره ليدلي، رپورټ


د امریکې لوړ پوړ چارواکو د خالي/ شنبې په ورځ په قطر کې د طالب چارواکو سره ليدلي دي، دا د القاعده د مشر اېمن الظواهري د وژنې وروسته د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ لومړۍ مخامخ ليدنه شوې ده. دغه خبر سي اېن اېن د دوه چارواکو له قوله خپور کړی دی.

د سي اېن اېن په رپورټ کې ویل شوي، په ليدنه کې د امریکا د [سي ايي اې] او مرستيال ډايريکټر او د افغانستان دپاره د امریکې د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي او د طالبانو په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق واثق شامل وو.

د امریکې صدر جوبایډن په دوېم اګست د القاعده د مشر اېمن الظواهري د وژنې ويلي وو چې د هغه "په لارښوونه په کابل کې هوايي بريد شوی او د القاعده مشر پکې وژل شوی دی".

هغه وخت په افغانستان کې د طالبانو حکومت په کابل کې د ډرون بريد کېدل تاييد کړي او د القاعده د مشر د وژنې په اړه یې څه نه وو ويلي.

او تيره مياشت د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي ويلي وو، "چې په ایمن الظواهري باندې د امریکا د عملیاتو په اړه نه امریکا تر اوسه افغان حکومت ته کوم شواهد او اسناد وړاندي کړي او نه هم د افغان حکومت څېړنې پای ته رسېدلي دي".

هغه ويلي وو، "کله چې په دغې اړه تحقيقات مکمل شي د ملت او نړۍ سره به يې شريک کړي".

امريکې د الظواهري د وژنې په اړه ويلي وو چې د طالبانو د حکومت د دوحې د تړون سرغړونه کړې چې د القاعده مشر يې په کابل کې ساتلی وو او د طالبانو حکومت دغه بريد غندلی او د څيړنې کولو يې ويلي وو.

په دوحه کې د امريکايي لوړ پوړو چارواکو د ليدنې په اړه امریکا او د طالبانو حکومت تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

سي اېن اېن په خپل رپورټ کې ویلي، په دوحه کې د امریکا د سي ايي اې ډپټي ډايريکټر ډېوډ کوهن او د طالبانو د استخباراتو د مشر په ليدنه کې به د ترهګرۍ ضد مبارزه باندې ټينګار شوی وي.

تيره میاشت سپينې ماڼۍ ويلي وو چې د طالبانو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په لړ کې په مرسته کار روان دی.

په رپورټ کې د امریکا د ملي امنيت پخوانۍ ډپټي ډايريکټرې او سي ايي اې پخوانۍ مرستيالې بېټ سېنر ویلي،

په ليدنه کې به [کوهن] په ممکنه ډول دا ښکاره پېغام ورکړی وي چې امریکا په اېمن الظواهري د بريد په څېر نور بریدونه کولی شي که ورته معلومه شوه چې د القاعده غړي په افغانستان کې دي او د هاغو عملياتو ملاتړ کوي چې امریکا او اتحاديانو ته يې ګواښ جوړيږي.

سېنر زیاته کړې، طالبانو ته داعش خراسان هم يوه خطره ده ځکه چې داعش خراسان شيعه په نخښه کوي خو ورسره داسې اندېښنې هم شته که چرته طالبان د دوی په وړاندې ناکامه کيږي نو داعش خپله مخه بهرنيو بريدونو ته اړولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG