لاس رسیدونکی لینک

 
روس د اوکراين د پايه تحت کيېف په ګډون په ښارونو ميزايلي داغلي
تازه خبر

روس د اوکراين د پايه تحت کيېف په ګډون په ښارونو ميزايلي داغلي


روس د ګل/ دوشنبې په ورځ د اوکراين د پلازميني کيېف په ګډون په څو ښارونو ميزايلي داغلي مرګ ژوبلې يې اړولي دي، ويل شوي دا د روس د صدر ولاديمیر پيوټن د اوکراين پرضد د هغې ويجاړوونکي بريد په ځواب کې شوي په کوم کې چې د کريميا سره نښلوونکی پُل الوزول شوی وو.

د اوکراين پوځ ویلي روس 84 کروز ميزايلې او 24 ډرون د ملک په 14 بېلابيلو ځايونو داغلي، او لږ تر لږه 14 کسان پکې وژل شوي دي.

ویل شوي زيات بریدونه په پايه تحت کيېف کې شوي شپږ تنه پکې وژل شوی او 12 پکې ژوبل شوي دي، په میزايلو کې د ابادۍ والا علاقې په نخښه شوي دي.

د شپې په مهال د بريد له امله د ملک په ډېر برخو کې بجلي هم تللې ده.

د امریکا صدر او لويديځ په سمدستي توګه د دغو بریدونو غنددنه کړې ده. دوی ويلي اوکراين ته به وسلې لېږل دوامداره ساتي چې د روس لخوا د اته مياشتو راهسې روانې جګړې او بريدونو مخنيوی وکړي.

د امریکې صدر جوبايډن په يو بيان کې ويلي د روس لخوا توغندي ويشتل يو بيا د اوکراين په خلکو د روس د صدر ولاديمير پيوټن د غېرقانونه جګړې د وحشت څرګندونه کوي.

هغه ويلي، دغه ډول بريدونه د دوی ژمنې نورې پخوي چې مونږ د اوکراين د خلکو سره ولاړ يو هغه زياته کړې پيوټن به د ظلمونو او جنګي جرمونو حساب ورکوي او دوی به د اوکراين ملاتړ دوامداره ساتي.

سپينې ماڼۍ ويلي نوموړي د اوکراين د صدر ولاديمير زيلنسکي سره په ټيلیفون خبرې هم کړي دي.

د يورپي کمېشن صدر اورسلا ون ډېرلېن ويلي، هغه په دغو بريدونو بوږنېدلې ده چې روس ښارونه په نخښه کړي دي.

د روس صدر ولاديمير پيوټن ويلي، په بريدونو کې یې د اوکراين د توانايۍ، پوځ او مواصلات ودانۍ په نخښه کړي او دا يې د خالي/شنبې د ورځې د د روس نه کريميا ته د تلونکي پل د بريد په بدل کې کړي دي.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د اې اېف پي، اې پي او رویټرز نه اخستل شوي دي]

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG