لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د G-7 مشرانو له اوکراین سره د مرستو ژمنې بیا تازه کړې


واشنګټن - د نړۍ د اوو سترو صنعتي‌ هېوادونو یا جي سیون مشرانو د نهې یا سې شنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي سره په یو انلاین کانفرانس کې ژمنه وکړه چې دوی به له اوکراین سره په کلکه درېږي، تر هر څومره وخته چې اړتیا وي.

د جي سیون مشرانو دا ژمنه په داسې حال کې کړې چې روس د اوکراین په ښارونو باندې خپلو راکټي بریدونو ته دوام ورکړی.

د جي سیون مشرانو په یو بیان کې ویلي، دوی زېلینسکي ته ډاډ ورکړی چې له اوکراین سره د ملاتړ په هغو ژمنو ولاړ دي چې اوکراین ورته د خپلې ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره اړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر د نهې یا سې شنبې په ورځ د جي سیون هېوادونو مشرانو ته په انلاین ډول وروسته له هاغې وینا وکړه چې روسانو په پلازمنې کېف او نورو ګڼو ښارونو باندې مرګوني راکټونه بریدونه وکړل.

له دغې وینا څخه څو ساعته مخکې د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې په ژپوریژیا باندې د تازه راکټي بریدونو خبر ورکړ چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی دی.

په کیېف او نورو سیمو کې د هوايي بریدونو خبرداري ورکول کېږي. د لېواو ښاروال ویلي، د یو توغندي د لګېدلو له امله دغلته د اوبو او برېښنا سیستمونه اغیزمن شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې روېنا شمداساني د نهې یا سې شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، چې روسي بریدونه ښايي د نړیوال بشري قانون له مخې سرغړونه وي.

هغې وویل، په قصدي توګه په ملکيانو او ملکي اهدافو باندې بریدونه چې پوځي اهداف نه وي، تر جنګی جرم پورې حسابېدای شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمټري کولیبا وویل، روس د نقشې له مخې د انرژۍ په ودانیو باندې بریدونه کوي.

هغه زیاته کړه، دا جنګي جرمونه دي او له مخکې څخه پلان شوي چې له امله یې ملکیانو ته حالات ستونزمن کېږي.

خو زېلینسکي د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې اوکراین به و نه ویرېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG