لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د طالبانو په مشرانو د ويزو د بندېزونو لګولو اعلان کړی


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو په هغو اوسنیو او مخکنيو مشرانو د ويزو بندېزونه اعلان کړي په چا چې په افغانستان کې د جينکو او ښځو د حقونو تروړلو او ځورولو تورونه دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتونيو بلينکن په ټويټر ویلي،

"امریکا د هغو پرضد د بندېزونو اقدام کوي څوک چې په افغانستان کې د ښځو په ځورلو کې لاس لري. مونږ په طالبانواو نورو فشار دوامداره ساتو چې د ښځو او جينکو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو، بنيادي ازادۍ او د تعليم حقونو ته درناوی ولري".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په هغو د ويزو بندېز لګوي څوک چې د طالبانو اوسني يا پخواني غړي دي، د غېر رياستي امنیتي ډلو غړي دي، او د چا په اړه چې دا خیال کیږي چې دوی په افغانستان کې د بندېزونو په پاليسيانو او تشدد د لارې د افغانستان د مېرمنو ځورولو زمه وار دي يا پکې لاس لري.

ويل شوي په دوی کې هغه هم شامل دي څوک چې ښځې او جينکۍ د ثانوي تعليم څخه منع کوي، کارکوونکې مېرمنې په کار کې د برخې اخستو څخه منع کوي، د ښځو په ګرځېدو، بيان او راز باندې بندېزونه لګوي، د امتيازي پاليسۍ لاندې د تشدد او ځورولو سره د ښځو، جينکو او د دوی خپلوان نيسي، د دغو کسانو د کورنۍ نور غړي هم د بندېزونو ښکار کېدی شي.

امریکې ویلي، باوجود د دې چې طالبانو په ښکاره باور ورکړی وو چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته به درناوی لري، خو د خپلو پاليسيانو د لارې يې ښځې او جينکې په عام ژوند کې د پوره برخې اخستو څخه منع کړي، ثانوي تعليم او د کار ځايونو ته رسايي نه لري.

د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د دې مثال دا دی چې د طالبانو د يو کال نه زیاتې مودې په واکمنۍ پوره کېدو افغانستان د نړۍ يواځينی ملک دی چرته چې جينکۍ د شپږم ټولګي نه بره زده کړې نه شي کولی.

امریکې ويلي، په نورو ملکونو هم غږ کوي چې دغه اقداماتو کولو کې ورسره ملګرتيا وکړي او په ګډه داسې پېغام ورکړي چې په افغانستان کې هغه حکومت چې د ټولو ګډون پکې وي، د هر تن بشري حقونه پکې خوندي او وده کوي، داسې حکومت به جايز ګڼلی شي.

د بهرنيو چارو د وزارت په بيان کې ويل شوي، امریکا د افغان ولس کلک ملاتړ کوي او د جينکو او ښځو په ګډون، د ټولو افغانانو د بنيادي حقونو د ازادۍ، بشري حقونو د ساتنې او ودې دپاره به ټولې ممکنه هڅې کوي او ورته ژمنه ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا لخوا د ويزو د بندېزو اعلان ته تراوسه پورې کوم غبرګون نه دی ویلی.

خو امريکې د طالبانو په مشرانو دا بندېزونه په داسې حال کې اعلان کړي چې څلور ورځې وړاندې د امریکا لوړ پوړو چارواکو په قطر کې د طالبانو د حکومتي چارواکو سره ليدلي وو.

د سي اېن اېن په رپورټ کې ویل شوي وو په امریکايي ډرون کې په کابل کې د القاعده مشر اېمن الظواهري چې د جولايۍ په وروستۍ نېټه وژل شوی وو له هغې پس دا د امریکايي او طالب چارواکو لومړۍ مخامخ ليدنه وه.

ويل شوي وو، په ليدنه کې د امریکا د [سي ايي اې] او مرستيال ډايريکټر او د افغانستان دپاره د امریکې د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي او د طالبانو په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق واثق شامل وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG