لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې راپورته شویو لاریون کونکو ته حکومتونه ګواښونه زیات شوي


واشنګټن - په ايران کې د کردۍ مېرمنې مهسا امينې د مړينې په سر راپورته شوي احتجاجونه د ملک لويو وړو ښارونو ته غځېدلي دي، بلخوا په ايران کې د عدليې او پوليسو مشرانو په ولس غږ کړی چې ځآن د دغو مظاهرو نه لېرې وساتي‌ او که نه نو له سختو سزا ګانو سره به مخ شي.

په ايران کې د پوليس په ولقه کې د مړې شوې کردۍ مېرمن مهسا اميني د مړينې په ضد راپورته شوي احتجاجونه په ټول ملک کې خپاره شوي دي چې پکې تراوسه په ګڼ شمېر مظاهره چيان د پوليسو لخوا په تشدد کې وژل شوي دي.

د ايران د عدليې مشر غلام حسېن محسن ايجايي د زيارت یا پنجشنبې په ورځ ججانو ته امر کړی، چې د مظاهرچيانو مشرانو ته دې سختې سزا ګانې ورکړي.

د ايران مطبوعات د نوموړي له قوله وايي، چې هغه په ججانو غږ کړی چې د مظاهرچيانو له راپارونکو سره دې هېڅ ډول همدردي‌ نه کوي‌ او سختې سزاګانې دې ورته ورکړي.

تېره هفته د ايران د پوليسو او داخله چارو مرستيال ماجد مير احمدي هم مظاهرچيانو ته خبرداری ورکړی وو چې که څوک هم د مظاهرو په وخت ونيول شو هغوي به د سختو سزاګانو نه پرته نه خوشي کېږي.

په ايران کې د ستمبر په ۱۶ مه نېټه د مناسب حجاب نه اغوستلو په سر کردۍ مېرمن مهسا اميني د اخلاقياتو پوليسو په ولقه کې مړه شوې وه

پوليس ويلي، هغه د زړه په دوره مړه شوې وه خو د هغې کورنۍ وايي‌ هغه د پوليس لخوا په تشدد مړه شوې.

د هغې د مرګ په سر په ټول ايران کې مېرمنو د حجاب په ضد مظاهرې پېل کړې چې تراوسه روانې دي خو رپوټونه وايي د ايران د انقلابي دستو ملاتړې ډله باسيج د مظاهرچيانو په ضد بريدونه کوي او مظاهره کونکي د مظاهرو نه منعه کوي.

هر څه که په ايران کې د پوليس لخوا د زور زياتي په ضد د تاريخ تر ټولو درنې مظاهرې روانې دي خود ايران حکومت د دغو مظاهرو د علتونو نه سترګې پټوي او تور يې په امريکا او غربي نړۍ ور اچوي.

د ايران صدر ابراهيم ريسي په قزاکستان کې د يوې غونډې په وخت په امريکا تور لګولی چې د پوځي لارې د ناکامۍ وروسته اوس ايران د مظاهرو په لار بې ثباته کول غواړي.

امريکا او غربي نړۍ دغه تورونه ردوي خو وايي په ايران کې د ولسي پاڅون او بنيادي حقونو ملاتړ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG