لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م. م : د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د غوښتل شوې ۹۱۶ میلینه ډالره مرستې نه ۹۰ میلینه برابر شوي


واشنګټن - ملګروملتونو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د غوښتل شویو ۸۱۶ میلیونو ډالرو مرستې څخه یې تر اوسه پورې یواځې ۹۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

ملګروملتونو په یو بیان کې په دې باندې خپګان ښکاره کړی، چې ددغو مرستو بهیر په تېرو دوو اونیو کې ورو شوی دی.

په بیان کې راغلي دي، "مونږ په هغه څه باندې مرسته کوو چې مونږ یې لرو خو دا بسنه نه کوي. مونږ له نړۍ غواړو چې مهرباني دې وکړي او په چټکۍ دې غبرګون وښيي."

د ملګروملتونو او پاکستان چارواکي وايي، لویې اندېښنې ناپاکو اوبو پورې تړلې ناروغۍ، د خوړو او څښلو د اوبو او سرپنا کموالی دی.

ملګروملتونو خبرداری ورکړی چې په سېلابونو کې د پاکستان په ۳۲ سختو ځپل شویو سیمو کې به د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پورې د ملاریا ۲.۷ میلیونه پېښې ولیدل شي او ۵.۷۴ میلیونه خلک له قحطۍ څخه یو یا دوه قدمه شاته دي.

د پاکستان په سېلابونو کې تر ۱۷۰۰ زیات کسان مړه شوي چې ۶۳۹ یې ماشومان وو.

همدارنګه په دغو سېلابونو کې ۸۰۰۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي او تر ۱.۱ میلیون زیات ساروي پکې له منځه تللي.

پاکستاني چارواکو اټکل کړی چې په دغو سېلابونو کې تر ۱.۶ میلیونه هکټاره کرنیزه ځمکه په ځانګړې توګه په سېند صوبه کې خرابه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG