لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس په روانو هوايي حملو کې په ډرونز د اوکرين د سرښار سيمې په نخښه کړي


واشنګټن- د اوکرين چارواکو د زيارت/پانچ شنبې په ورځ ويلي روسي ځواکوانو د ايران په جوړ شوو ډرونز د سرښار (کيف) ځينې برخې ويشتلي او د هېواد پوځي چارواکو دا هم ويلي روس په بيلا بيلو سيمو کې نور څلوېښت ځايونه په نخښه کړي.

د اوکرين د ولسمشر د دفتر معاون چارواکي کيريلو تيموشينکو ويلي ډرونز په کيف کې د ورځني ژوند مهم ځايونه په نخښه کړي او چارواکي دا هم وايي بريدونه داسې ډرونز کړي چې په کاميکيز ايرکرافټ نوم ياد شوي او د چاودېدونکي موادو سره پخپله هم په هدف ويشتلو ختميږي.
داسې ځان تباه کونکي ډرونز لا پروازونه په دويم نړيوال جنګ کې د جاپان لخوا ازمول شوي وو ځکه يې دغه نوم موندلی دی.

د مايکولايو ښاروال اولېکسانډر سېنکوېچ دا هم رپورټ کړي چې د تېرې شپې شېلېنګ چې د اوکرين په سويلي برخو کې شوی چې يو پينځه پوړه ودانی يې هم د مزکې سره مزکه کړی.
دا هوايي بريودنه په داسې وخت کې شوي چې د اوکرين پلويان ياد هېواد ته د نورو مرستو نيت لري چې د دفاع د پاره يې اړين وي.

د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلنسکي تېره ورځ ويلي وو چې “د روس د ظالمانه او ترهګرو حملو مخ نور هم نړۍ ته ښکاره شوی او بيا داسې څوک (غرب) د اوکرين هوايي تحريم په داسې وخت کې ساتي چې زمونږ په عمر کې يې مونږ ته د مهمو مرستو حاجت دی”.

برتانيه په برسلز کې د اتحاد د دفاع د وزيرانو په غونډه کې ويلي چې اوکرين ته به هغه راکټونه وليږي چې کولی شي کروز ميزايل راورغوځوي.

د امريکا د دفاع وزير لوېډ اسټېن ويلي د روس ولسمشر ولاډيمير پوټين هڅه کوي ناتربيه شوي او بې عقله روسي 300,000 ولسي خلک د اضافي ځواک په نوم څنګرونو ته ولېږي خو اوکرين نړۍ ته وښودله چې د ولس پوځي قوت خپل ساری نه لري ځکه چې د خپلواکۍ او جمهور د پاره جنګيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG