لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا بندېزونو ته د طالبانو غبرګون، چاته په خپل نظام کې د مداخلې اجازه نه ورکوو


په افغانستان کې د طالبانو حکومت حکومت ويلي، امریکا چې د ښځو د زده کړو په اړوند د طالبانو په مشرانو سفري بندېزونه لګولي، دوی هيچاته اجازه نه ورکوي چې د نظام په کومه برخه کې يې مداخله وکړي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د شورو/ چهارشنبې په ورځ د طالبانو په هغو اوسنیو او مخکنيو مشرانو د ويزو بندېزونه اعلان کړي په چا چې په افغانستان کې د جينکو او ښځو د حقونو تروړلو او ځورولو تورونه دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتونيو بلينکن په ټويټر ویلي وو،

"امریکا د هغو پرضد د بندېزونو اقدام کوي څوک چې په افغانستان کې د ښځو په ځورلو کې لاس لري. مونږ په طالبانواو نورو فشار دوامداره ساتو چې د ښځو او جينکو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو، بنيادي ازادۍ او د تعليم حقونو ته درناوی ولري".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، "په هاغو د ويزو بندېز لګوي څوک چې د طالبانو اوسني يا پخواني غړي دي، د غېر رياستي امنیتي ډلو غړي دي، او د چا په اړه چې دا خیال کیږي چې دوی په افغانستان کې د بندېزونو په پاليسيانو او تشدد د لارې د افغانستان د مېرمنو ځورولو زمه وار دي يا پکې لاس لري".

ويل شوي په دوی کې هاغه هم شامل دي څوک چې ښځې او جينکۍ د ثانوي تعليم څخه منع کوي، کارکوونکې مېرمنې په کار کې د برخې اخستو څخه منع کوي.

د طالبانو حکومت د امریکا د سفري بنديزونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان يو خپلواک او مستقل هيواد دی او خپلو ارزښتونو ته ژمن دی او خپل اصول لري او د خپل ولس د زندګۍ د ټولو برخو په مخ بېول او مشکلات يې حلول خپله زمه واري ګڼي.

د طالبانو حکومت ويلي، "هيچاته اجازه نه ورکوي چې د نظام په کومه برخه کې يې مداخله وکړي".

د طالبانو حکومت زیاته کړې، "د بل کوم هيواد په داخلي موضوعاتو کې مداخله نه کوي له نورو ټولو لرې او نزدې هيوادونو څخه ورته تعامل خپل حق بولي. د دې ترڅنګ امریکا د افغانستان له ملت سره د خواخوږئ له مخې نه بلکې د نورو اهدافو لپاره ورته پلمې لټوي".

امریکې د طالبانو په مشرانو بندېزونه په داسې حال کې لګولي چې طالبان د تېر کال اګست په مياشت کې په افغانستان کې په واک کې راغلي او له دغې وروسته په هيواد کې د شپږم ټولګي نه بره جينکو دپاره سکولونه تړل شوي دي.

روانه مياشت د مارچ په میاشت کې طالبانو د جينکو دپاره سکولونه پرانستې خو سمدست يې د شپږم ټولګي نه بره جينکو دپاره سکولونه تړلي، او د طالبانو په دغه پرېکړه بيا په نړيواله کچه نيوکې شوې او د طالبانو د حکومت نه غوښتنه شوې وه چې دغه پرېکړه بيرته واخلي.

په وروستيو کې د طالبانو د حکومت خپلو وزیرانو هم ويلي بايد چې په افغانستان کې ښځې په سياست، اقتصاد او د ژوند په هره برخه کې فعاله ونډه ولري.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی، نړۍ د طالبانو د حکومت نه غوښتنه کوي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونو ته درناوی ولري، جينکو ته د زده کړو او ښځو ته د کار ځايونو ته د تلو اجازه ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG