لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل پوهنتون له هاسټله د نجونو د ایستلو په خلاف د ښځو احتجاج: «تعلیم زموږ سره کرښه ده»


واشنګټن ــــ ګڼ شمېر افغانو ښځو نن د کابل پوهنتون بهر احتجاج کړی او تور یې پورې کړی چې طالبانو په لسګونو زده کوونکې نجونې د قومي تعصب له کبله له هاسټله ایستلې دي، دوی ویلي تعلیم یې «سره کرښه» ده، خو طالبان وایي یواځې یو څو نجونې یې د پوهنتون د اصولو د سرغړونې پر سر ایستلې دي.

د نړیوالو او افغانانو د پرله پسې ټینګار او غوښتنو باوجود له څه باندې ۱۳ میاشتو وروسته هم لا طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه نه دي پرانیستي او اوس ورباندې په پوهنتونونو کې هم د نجونو د تعلیم د محدودولو تورونه لګېږي.

د نهې- سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون مخې ته په لسګونو ښځې فعالې را غونډې شوې وې او په خپل احتجاج کې یې تور پورې کاوه چې طالبانو د دې پوهنتون له هاسټله په تېرو ورځو کې تقریباً 40 نجونه ایستلې دي.

احتجاج کوونکو پخپلو شعارونو کې وویل «تعلیم زموږ سره کرښه ده، قتلِ عام یو جرم دی او خاموشي خیانت یا غداري ده»، دوی د لاریون په بڼه نعرې هم وهلې.

یوه احتجاج کوونکې وایي‌ طالبانو یې د تېرو احتجاجونو غوندې د دوی د ننني احتجاج مخه هم نیولې او تور پورې کوي چې طالبانو ورباندې د بمي برید ګواښ هم کړی دی:

"طالبانو نن یو ځل بیا په ګواښ او سپکاوي زموږ د احتجاج مخه ونیوله، موږ یو ځای را غونډې شوې وو چې خپل سوله ییز احتجاج وکړو خو طالبانو موږ په ځانمرګي او بمي برید وګواښلو، له همدې کبله موږ خپل دغه لاریون بیرته ختم کړ".

دغه احتجاج کوونکې دعوه کوي وایي د پوهنتون څو جینکۍ چې په دې وروستیو کې پر «کاج تعلیمي مرکز» د چاودنې خلاف احتجاجي مظاهره کې یې ګډون کړی وو، د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت په امر د کابل پوهنتون له هاسټله ایستل شوې دي.

دغو ښځو د طالبانو د لوړو زدکړو له وزارته غوښتي چې د پوهنتون او هاسټل له چارواکو سره په همږغۍ دې له هاسټله د ایستل شوو نجونو پرېکړې ته بیا کتنه وکړي او هغوی دې یو ځل بیا پوهنتون او هاسټل ته ور پرېږدي.

طالبانو د ښځو فعالینو د ننني احتجاج او پر هغوی د بریدونو تورونو ته سمدستي جواب نه دی ویلی، خو د دوی د حکومت د لوړو زدکړو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې دا تور رد کړی چې ګواکې دوی د «قومي تعصب» په بنیاد جینکۍ له هاسټله ایستلې دي.

وزارت وایي څو تنه ایستل شوې زده کوونکې- چې له کوم ځانګړي قوم سره تعلق نه لري- د پوهنتون له قوانینو د سرغړونې له امله "د اصولو سره سم او د ځانګړې کمېټې د پرېکړې په نتيجه کې" ایستل شوې دي، وایي دا اصول پرته له کوم تعصبه پر ټولو زده کوونکو په مساوي ډول عملي کيږي.

د رپوټونو له مخې دغه نجونې چې د کابل پوهنتون له هاسټله ایستل شوې دي له هزاره قوم سره تړاو لري او د دوی ایستل قومي تعصب ګڼل شوی دی.

په کابل کې ښځو دا احتجاج په داسې وخت کړی چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د کابل مخکینی والي ندا محمد ندیم د لوړو زدکړو وزیر ټاکلی دی. له تېر یو کاله عبدالباقي حقاني د لوړو زدکړو وزیر وو. طالب چارواکو تر دا مهاله د هغه د لرې کولو سبب نه دی ښوولی.

پر طالبانو د ښځو له حقونو د سرغړونې او د تېر حکومت د چارواکو او پوځیانو د وژنې له تورونو سره سره په پنجشېر کې هم د ګڼ شمېر کسانو د غیرعدالتي وژنو تور پورې کېږي.

اسوسیټیډ پریس پخپل تازه رپوټ کې ویلي چې طالبانو تېره میاشت په پنجشېر دره کې 27 کسان تر نیول کېدو وروسته په بند کې وژلي دي. اې پي هغه وېډیو تایید کړې چې پکې لیدل کېږي د طالبانو وسلوال پر هغو خلکو پرله پسې ډزې کوي چې پر سترګو یې پټۍ تړلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG