لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اوکراین د روس هواي بریدونه، ایران د ملګرو ملتونو د قرارداد خلاف ورزي کوي


روسي ځواکونو د نهې په ورځ د اوکراین په یو شمېر ښارونو کې د انرجۍ د یو مرکز په شمول ګډون نور مرکزونه په نخښه کړي دي.

د صدر ولادیمیر زیلنسکي د دفتر مرستیال مشر کېرېلو تېموشینکو تر مخه په بریدونو کې د کیو د بجلۍ د سپلای مرکز هم په هدف شوی دی.

د کیو ښار مئیر میتالي کلیټسچوکو وویل چې د ښار په شمالي سیمه کې چادونو یوې مهمې ودانۍ زیاني کړېده.

تېمو شنکو وايي د نېپرو په ښار کې د انرجۍ ودانۍ ته قوي زیان رسیدلی دی.

زیلنسکي ویلي روس د اوکراین د اهمو انرجۍ په مرکزونو “ترهګرېزې حملې” کوي:

“د اکتوبر د لسمې راهسې د اوکراین د بجلۍ 30 فېصدي مرکزونه هدف شوي چې د بجلۍ یو بحران یې پیدا کړی دی، د پوتین حکومت سره د خبرو هیڅ ځای ندی پاتې شوی”

بلې خوا ته امرېکې د ګل په ورځ وویل روس ته د ایران لخوا ډرونز ورکول د ملګرو ملتونو د قرارداد خلاف ورزي ده.

د امرېکې د خارجه وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل خبریالانو ته وویل:

“نن سهار زمونږ اتحادیانو برتانیې او فرانس په ښکاره معلومات ورکړل چې د ایران بې پایلټه الوتونکي ډرونز روس ته ورکول د ملګرو ملتونو د سلامتي شورا 2231- قرارداد خلاف ورزي ده”

سلامتي شورا دغه قرارداد په 2015 کې منظور کړی ؤ.

په ورستیو کې اوکرایني مشرانو په تکرار سره ویلي دي چې روس چې کومې حملې کوي په هغې کې زیاتره د ایران شهید- 136 نومې ډرونز استعمالیږي.

د وايټ هاوس پریس سیکترې کېرن جین د ګل په ورځ خبریالانو ته ویلي وو چې ایران په دې هکله د دروغو څخه کار اخلي او روس ته په اوکراین د حملو لپاره د وسلو ورکولو خبره ردوي.

هغې ویلي وو امریکه به د روس او ایران د وسلو په تجارت پابندۍ نافذ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG