لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې به سږ کال تر نومبره 20 ميلينه خلک د خوراک ناورین سره مخامخ شي


د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهنې نړيوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې به د روان کال نومبر مياشتې پورې 20 ميلينه خلک د خوراک د ناورین او بېړني حالت سره مخامخ شي۔

راپور کې ويل شوي چې افغانستان کې د نورو عواملو ترڅنګ د اقتصادي بحران او وچکالۍ له امله د خوراک د نه خونديتوب لوړه کچه دوام لري۔

په دې هکله په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کار پوهه امين ستانکزی وي او ای ډيوه ته وايي د سياسي بدلون وروسته د نړيوالو مرستو کمېدل، د سرمايه کارۍ لپاره د مارکيټ نيشتوالی او د کاري فرصوتونو نه شتون په هېواد کې د لوږې سېوا کېدو سوب جوړیږي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي دا هم وويل کاروباري نظام، وظايف لرل، د پروژو ترسره کېدل، د نړيوالو مرستندويه ادارو موجوديت او د هغوی مالي او تيکنيکي همکاري، دا د اقتصادي پراختیا لارې دي۔

هغه وايي د نظام د بدلېدو سره ددغه ادارو له منځه تلل او د کارونو محدوديت ددې لامل شو چې د افغانانو کومه د فقر کچه ده يا د لومړنيو مرستو دپاره د افغانانو اړتيا ده، د شل ميليونو نفرو پورې ورسېده۔

د سازمان په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې په افغانستان کې د روان کال نومبر مياشتې پورې به په 20 ميليونه تنانو کې څه باندې 13 ميلينه خلک د خوراک د بحران او نزدې 7 ميلينه خلک د بېړني حالت سره مخامخ شي۔

سازمان په خپل راپور کې دا هم ويلي کرونده د افغانستان د اقتصاد يوه مهمه برخه ده او د هیواد د ناخالصو تولیداتو لږ تر لږ 25 فيصده برخه کرهنه جوړوي۔

د رپورټ ترمخه د افغانستان 58 فيصده ابادي د کر کروندې سره ټرلې ده۔

افغان شنونکی او د معاشي چارو ماهر اسد مبارز وي او ای ډيوه ته وايي چې د زياتې ګرانۍ او د بېلا بېلو علتونو له وجې د ځايي ولس بې ځايه کېدو له امله د تېرو وختونو په پرتله زرعي پېداوار ډېر اغېزمن شوی او د خوراکي توکيو بیعې لوړې شوې دي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل "یو خو دا چې د اقتصادي ضعیفتیا سره د خلکو عايد ډېر کم شوی دی، دويم دا چې د تخمونو او کيميايي سرو نرخونه ډېر لوړ شوي دي او درېم دا چې په کال 2020 او 2021 کې خلک د ناامنۍ له وجې او اوس د قدرتي افتونو له امله ډېر خلک بې ځايه شوي او زمکې ترې پاتې شوي، لکه چي په خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې تاسو وګورئ"

دنوموړي په خبره" نو طبعي داه چې دغه عوامل به د دوی د زراعت په برخه هم خراب تاثير کوي او هم دغه دلايل دي چې داسې وړاندوینه کېږي چې زرعي حاصلات به سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ډېر کم وي"

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا د اکتوبر په 17مه په ټويټر ويلي چې یوازې په دریوؤ کلونو کې، د اټکل شوي افغانانو تناسب چې په سختې بېوزلۍ کې ژوند کوي د 47 فيصده څخه 97 فيصده ته لوړ شوی دی۔

ملګرو ملتونو د روان کال اګست په 29مه خبرداری ورکړی ؤ چې افغانستان کې ورځ تربلې بېوزلي سېوا کېږي او د هېواد 6 ميلينه وګړي د قحط د خطر سره مخ دي۔

ملګرو ملتونو د مرسته کوونکو هېوادونو څخه غوښتلي وؤ چې د اقتصادي پراختيا لپاره دې مرستې بيا پېل کړي او د ژمې په موسم کې دې د افغان وګړو سره د امداد لپاره 770 ميليونه ډالره مرستې وکړي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG