لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل پوهنتون د هاسټل څخه د جينکو زده کوونکو ايستلو پرضد ښځو احتجاج کړی


د افغانستان پلازمينه کابل کې د کابل پوهنتون د هاسټل څخه د طالب چارواکو لخوا د جينکو زده کوونکو ايستلو پرضد ښځو احتجاج کړی دی.

د نهې/ سه شنبې په ورځ [18 اکتوبر] ګڼې ښځې چې پکې زده کوونکې هم وې د کابل پوهنتون بهر رايو ځای شوي، نعرې يې وهلي چې "زده کړې يې سره کرښه ده" او د ښځو د زده کړو په اړوند "خاموشي غداري" ده.

احتجاج کوونکو ښځو تور لګولی په تيرو څو ورځو کې طالب چارواکو د کابل پوهنتون د هاسټل څخه د 40 پورې زده کوونکې ايستلي دي.

د اتوار/ يکشنبې په ورځ [16 اکتوبر] د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت ویاند احمد تقي ویلي وو، دا خبر حقيقت نه لري چې د هاسټل [ليليې] څخه ځينې زده کوونکې [محصلين] د قومي تبعیض په اساس ايستل شوي دي خو دا يې منلې وه چې "د پوهنتون د لوايحو او مقرراتو څخه د سرغړونې په سر څو تنه زده کوونکې اخراج شوي دي".

خو د پروني احتجاج يوې ګډونوالې ليلا بسيم دعوه کړې، "زده کوونکې په دې تور د هاسټل څخه ايستل شوي چې دوی د کاج په تعليمي مرکز د بريد په ضد احتجاج کې ګډون کړی وو".

د طالب چارواکو لخوا دغه دعوې کوم غبرګون نه دی ویل شوی.

کابل کې په 30م ستمبر د کاج په تعلیمي مرکز ځانمرګی بريد شوی چې پکې د 46 جينکو او ښځو په ګډون 53 کسان وژل شوي او د 110 پورې ژوبل شوي وو.

د دغه پېښې په ضد ښځينه فعالو په کابل او ځینې نورو ښارونو کې احتجاجونه کړي وو.

طالبانو د دغه بريد د پلټنو ويلي خو تراوسه يې په اړوند کوم تفصيل نه دی وړاندې کړی او نه د دغه بريد زمه واري چا منلې وه.

طالبانو چې تېر کال د اګست په مياشت کې د افغانستان واک په لاس کې اخستی، د شپږم ټولګي نه بره د جينکو په زده کړو د بنديز سره يې په ښځو د سفر سره د کار په ځايونو کې هم ځينې نور بندېزونه لګولي دي.

خو د جينکو زده کوونکو دپاره پوهنتونونه خلاص دي چې پکې جينکۍ جدا يا ځانله زده کړې کوي.

د طالبانو د حکومت لخوا د شپږم ټولګي څخه بره جينکو په زده کړو د بندېز پرېکړه په نړيواله کچه غندل شوې، او د طالبانو د حکومت نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه شوې ده.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت تېره اوونۍ د طالبانو په هغو اوسنیو او مخکنيو مشرانو د ويزو بندېزونه اعلان کړي په چا چې په افغانستان کې د جينکو او ښځو د حقونو تروړلو او ځورولو تورونه دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتونيو بلينکن په ټويټر ویلي وو،

"امریکا د هغو پرضد د بندېزونو اقدام کوي څوک چې په افغانستان کې د ښځو په ځورلو کې لاس لري. مونږ په طالبانواو نورو فشار دوامداره ساتو چې د ښځو او جينکو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو، بنيادي ازادۍ او د تعليم حقونو ته درناوی ولري".

او د طالبانو حکومت حکومت امریکايي پرېکړې ته په غبرګون کې ويلي وو، امریکا چې د ښځو د زده کړو په اړوند د طالبانو په مشرانو سفري بندېزونه لګولي، دوی هيچاته اجازه نه ورکوي چې د نظام په کومه برخه کې يې مداخله وکړي.

په وروستيو کې د طالبانو د حکومت ځينې خپلو وزیرانو هم ويلي بايد چې په افغانستان کې ښځې په سياست، اقتصاد او د ژوند په هره برخه کې فعاله ونډه ولري.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی، نړۍ د طالبانو د حکومت نه غوښتنه کوي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونو ته درناوی ولري، جينکو ته د زده کړو او ښځو ته د کار ځايونو ته د تلو اجازه ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG