د بې درکه بلوڅانو د حقونو دپاره مبارزه کوونکي تنظيم [وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز] د بلوچستان صوبې په خاران سيمه کې د سي ټي ډي پوليسو لخوا د څلور ترهګرو د وژلو مقابلې ته جعلي دي، خو د سي ټي ډي لخوا دغه بيان ته په سمدستي کوم ډول غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز په خپله فېس بک پاڼه ويلي، "په خاران کې د سي ټي ډي لخوا په وژل شوو کې د درې پېژندګلو د فرید، سلال او وسيم تابش په نومونو شوې ده څوک چې د وړاندې نه بې درکه وو".
ياد تنظيم ویلي، "فريد روان کال په 28 ستمبر د نوشکي نه، سلال په شپږم اکتوبر د کوټې نه او تابش په 9 جون 2021 د خضدار نه بې درکه کړی شوي وو".
د بلوچستان سي ټي ډي پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [18 اکتوبر] دعوه کړې چې په خاران کې یې عمليات کړي او د بلوچ لبرېشن ارمي ډلې څلور ترهګر يې وژلي دي.
د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د وژل شوو پېژندګلو د اشفاق احمد، سلال احمد، وسيم سجاد او فريد په نومونو شوې او د سي ټي ډي وياند ويلي، "په وژل شوو کې اشفاق، سلال او فريد د فرورۍ په مياشت کې په نوشکي کې د اېف سي په کېمپ حمله کې ککړ وو".
خو وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز ويلي، وسيم تابش د بې درکه کسانو په هغه فهرست کې شامل دی کوم چې د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ته ورکړی شوی وو. د وسيم تابش په اړه ويل شوي هغه شاعر وو.
جرنلسټ حامد مير په ټويټر ويلي، "هغه تير کال د دغه شاعر په اړه ټویټ کړی وو چې هغه د امنیتي ادارو په بند کې دی او اوس ناڅاپه سي ټي ډي په نوشکي کې ووژلو".
بي اېس او پجار شال زون تابش وسيم بلوڅ د وژنې پرضد نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ درې بجې د کوټې پرېس کلب مخې ته د احتجاجي مظاهرې کولو ويلي دي.
سياستوال افراسياب خټک په ټويټر ويلي، "د سي ټي ډي لخوا په جعلي مقابله کې په زوره د بې درکه بلوڅانو د وژنې دې عدالتي پلټنه وشي. حتی چې په جګړه کې د بنديانو وژنه جنګي جرم دی. په بلوچستان کې د سياسي مسلو حل پوځي نه دی. سياسي ګوندونه بايد په دې غږ پورته کړي".
د بې درکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکي تنظيم "وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز"د روانې مياشتې په سر کې دعوه کړې وه چې د بلوڅ ځوانانو په نا قانونه توګه لا درکه کېدل زیات شوي او په تېره يوه اوونۍ کې څلور بلوڅ فعالان او په تيرو دوو مياشتو کې تر 40 زيات بلوڅان لادرکه شوي دي.
په زوره د بې درکه کولو تورونه د پاکستان په استخباراتي او عسکري ادارو لګول کيږي خو د پاکستان عسکري ادارې او زياتره سياسي او حکومتي زمه وار داسې تورونه تر ډيره حده ردوي، او وايي چې زياتره بې درکه بلوڅان نورو ملکونو ته تښتېدلي او ځينې بيا د ناقانونه ګرځول شوو وسلوالو تنظيمونو ملګري شوي دي.
د روان کال اګست په مياشت کې د بشري حقونو لپاره کارکونکې نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنېشنل له پاکستانه غوښتي وو چې د خلکو جبري لادرکه کول، د بې درکو کسانو لپاره د احتجاج کوونکو ځورول، وېرول او پر هغوی تشدد کول دې بند کړل شي.
ايمنسټي انټرنېشنل په خپل رپورټ کې ويلي وو، جبري ورکول د بشري حقونو له نړیوال قانونه سخته سرغړونه او د نړیوالو قوانینو له مخې جرم دی.
پاکستان کې په زوره د لادرکه کړل شوو تنانو د موندنې کمېشن تيره مياشت په خپل رپورټ کې ويلي وو چې سږکال د اګست په میاشت کې د خلکو د لادرکه کېدو 95 نوې پېښې درج شوي چې ورسره د کال 2022 په لومړیو اتوؤ مياشتو کې د لادرکه شوو کسانو ټوله شمېره 488 ته رسېدلې ده.
دکمېشن د رپورټ ترمخه تر اوسه پورې د کمېشن سره 8 زره، 732 د لادرکۍ قضيې درج شوي چي په کې په 6 زرو، 388 کېسونو کار مکمل شوی دی.
په رپورټ کې ويل شوي وو دا وخت د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې 970 کسان قېد دي چې په کې تر دټولو زیاتو 811 کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی.
د پاکستان اوسني حکومت د بې درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره د قانون د مرکزى وزیر په مشرۍ کې د کابينې په غړو ګډه کمېټي جوړه کړې خو د يو څو غونډو وروسته د دې کمېټۍ په کار کې هم پرمختګ نه دی لېدل شوی.