لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلام اباد هایکورټ په امر جوړې کمېټۍ تعلیمي ادارو کې د بلوڅو زده کوونکو په ځورولو اندېښنه څرګنده کړې


اسلام اباد ــــ د اسلام اباد هايکورټ په حکم په تعليمي ادارو کې د بلوڅو زده کوونکو د ځورولو او د دوی د جبري اوچتولو د پلټنو لپاره جوړې ځانګړې کمېټۍ لومړۍ غونډې دا پېښې سنګينې ګڼلې دي.

د کمېټۍ مشر بلوڅ ملتپال سياستمدار اختر مينګل په دې اړه د پاکستان د اعلی تعليم کميشن یا ایچ اي سي مشر او اړونده پوهنتونونو مشرانو ته هدایت جاري کړی چې په راتلونکې غونډه کې حاضر شي.

د سېنټ سيکټرېټ د خبرپاڼې ترمخه د بلوڅ ملتپال اختر مينګل په مشرۍ جوړ ځانګړي کميشن په لومړۍ غونډه کې د بېلابېلو ګوندونو پارليماني غړو، د بشري حقونو کارمندانو او په بلوچستان کې په مهمو عهدو پاتې شوو لوړپوړو سرکاري چارواکو ګډون کړى دى.

په وروستیو کې د اسلام اباد قايد اعظم پوهنتون په ګډون د سر ښار او پینډۍ په تعليمي ادارو کې د بلوڅو زده کوونکو د پروفايلنګ يا د ژبې او قوميت په اساس د دوی د ځورولو او جبري اوچتولو د پېښو پر سر سخت غبرګون مخې ته راغلى وو او بلوڅو زده کوونکو تر ډېره موده قامي پريس کلب مخې ته احتجاجي ناسته هم کړې وه او بيا د اسلام اباد هايکوټ مشر قاضي اطهر من الله د دغو پېښو د پلټنو لپاره د کمېشن جوړولو پرېکړه کړې وه.

د کمېشن غړي او د بلوچستان نه د جمعیت علماى اسلام ف ډلې سنېټر کامران مرتضى وايي په لومړۍ غونډه کې د بلوڅو زده کوونکو ځورول سنګين واقعات ګڼلي او کمېشن په دې اړه د لوړپوري تعليمي کمېشن او د اړونده پوهنتونونو مشرانو ته د کميشن په راتلونکې غونډه کې د ګډون هدايت هم کړى دى.

کامران مرتضى ويلي د کمېشن په وړاندې ځینو بلوڅو زده کوونکو تور لګولى چې د امنيتي ادارو چارواکي د دوی سره د قوميت او ژبې په اساسى توپيري چلند ساتي.

نوموړي زياته کړه کمېشن به ضابطې پخپله جوړوي او که څوک نه حاضرېږي نو کميشن به بيا په دې اړه تګلاره ټاکي.

څرګنده دې وي د بشري حقونو د فعالې ايمان مزاري په خواست اسلام اباد هايکوټ د بلوڅو زده کوونکو قضيه اورېدلې وه.

ايمان مزاري د کميشن د جوړښت ستاينه کوي او هيله لري چې کميشن به ذمه وار په نخښه کړي.

له وي او اې ډېوه سره په خبرو کې ايمان مزاري وويل دوی د کميشن په لومړۍ غونډه کې د اړونده چارواکو په ضد د کاروايو غوښتنه کړې ده.

هغې دريځ خپل کړى دا بېځايه الزام نه دى او د ايمان مزاري په وينا د دفاع وزارت لخوا اسلام اباد هایکوټ ته په ورکړى شوي ځواب کې قايد اعظم پوهنتون ته د استخباراتي ادارو د چارواکو تلل تایید شوي دي.

که څه هم د بشري حقونو تنظيمونه د جبري بې درکیو د واقعاتو پر سر د پوځي استخباراتي ادارو خواته ګوتې اوچتوي خو د پاکستان پوځ په دغو پېښو کې د ککړتيا تورونه ردوي او دا بې اساسه بولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG