لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانيې وزیراعظمې ليز ټرس استعفا ورکړې


د برتانیې وزيراعظمې ليز ټرس د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړې ده هغه په دغې څوکۍ شپږ اوونۍ پاتې شوې ده. دا د برتانيې د کوم وزیراعظم تر ټولو کمه موده ده چې دغه څوکۍ ورسره وه.

د مطبوعاتي راپورونه ترمخه ليز ټرس ويلي چې هغې ته کنزورېټيو ګوند کوم مېنډېټ ورکړی وو هغه يې په پوره کولو کې پاتې راغلې ده. هغې ويلي د برتانيې باچا يې په دغه پرېکړه خبر کړی دی.

ليز ټرس ویلي، د نوي وزيراعظم د ټاکنې پورې به په خپله څوکۍ کار کوي.

رويټرز خبري ادارې ويلي، ليز ټرس چې په انتخابي کمپاين کې کومې اقتصادي ژمنې کړې وې په هغې کې پاتې راغلې او په خپل ګوند کې دننه پرې نيوکې کېدې.

د امریکې صدر جوبايډن د ليز ټرس مننه کړې او ويلي يې دي چې هغې په خپله وزیراعظمۍ کې د اوکراين پرضد د روس جګړې په شمول يې په يو لړ مسلو کې د امریکا سره همکاري کړې ده.

نوموړي ویلي، امریکا به د برتانیې سره نزدې همکاري دوامداره ساتي چې په ګډه د مخ نړيوالو چيلجونو په وړاندې کار وکړي.

ليز ټرس روان کال د ستمبر په شپږمه د برتانیې د وزیراعظم څوکۍ سمبال کړې وه.

۴۷ کلنه لېز ټرس د برطانيي په تاریخ کې درېیمه ښځینه وزیراعظمه وه.

د راپورونو ترمخه د برتانیې په پارلیمان کې اکثريت لرونکې کنزروېټو ګوند د سياسي بحران سره مخ دی.

له دې وړاندې د برتانيې مخکنی وزيراعظم بورس جانس د کرونا لاک ډاون په مهال په غونډو کولو د نيوکو سره مخ شوی او هغه بيا د جولايۍ په میاشت کې د کنزروېټيو ګوند د مشرۍ څخه استعفا ورکړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG