لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه: د خپل ملازمت موده نه غځوم، پینځه اوونۍ وروسته به د ریټایرمنټ اعلان وکړم


دپاکستان دپوځ سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي دی به پینځه اوونۍ وروسته دخپل ماموریت نه د ریټایرمنټ اخستو اعلان وکړي.

دجمعې په ورځ پاکستاني رسنیو د جنرال باجوه له خولې ویلي چې هرکله دهغه ماموریت موده سرته ورسیږي نو په دې موده کې به نوره پراختیا نه غواړي اؤ دپوځ نه به د ریټایرډ کیدو اعلان وکړي.

په دې وروستیو کې پاکستان کې دپوځ دسرلښکر په ټاکنه تاوده بحثونه راپاریدلي دي اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان وړاندیز کړی دی چې دنوي سرلښکر ټاکنه باید هیواد کې د نوي حکومت تر جوړیدو وځنډول شي.

خو د روانې میاشتې په پیل کې واشنګټن کې دپاکستان سفارتخانه کې یوې دستورې ته په وینا کې هم دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي وؤ چې دوه میاشتې وروسته دهغه دپوځي ملازمت موده سرته رسیدونکې ده اؤ په دې موده کې به نوره پراختیا نه غواړي.

تر دې وړاندې هم دجنرال باجوه ت د ریټایرډ کیدو نه وړاندې دعمران خان په تیر حکومت کې دهغه دملازمت موده درې کاله غځول شوې وه اؤ په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې راپورته شوې وې چې دشهباز شریف حکومت به هم دجنرال باجوه دملازمت موده یو وارې بیا وغځوي.

خو دهیواد ددفاع وزیر خواجه اصف پرله پسې ویلي چې دپوځ دسرلښکر ټاکنه به دایین له مخې پخپل وخت کیږي اؤ حکومت لا په دې اړه هیڅ پرېکړه نه ده کړې.

دجنرال باجوه دملازمت موده کې دپراختیا بحثونه وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلي چې دسږکال داپریل میاشت کې دعمران خان حکومت دبې باورۍ دتحریک دلارې ختم کړل شو اؤ دهغه دګوند پلویانو تورونه ولګول چې دبهرني سازش ترڅنګ جنرال باجوه هم دعمران خان په حکومت ختمولو کې لاس لري.

دعمران خان پلویان تور لګوي چې باجوه دشهباز شریف دحکومت ملاتړ ددې لپاره کړی چې دخپل ملازمت موده پرې وغڅوي خو دپوځ سرلښکر قمرجاوید باجوه بیا واضحه کړې ده چې پوځ خپل ځان دسیاست نه په ډډه ساتلی دی اؤ هغه به دخپل ملازمت موده کې پراختیا ونه غواړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG