لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني چارواکي د وسلوالو بریدونو زیاتېدل د ترهګرۍ نوې څپه نه، په افغانستان کې د طالبانو واکمني ګڼي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې سږ کال وسلوال بریدونه یو ځل بیا زیات شوي او د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې په دغو پېښو کې تر 450 زیات کسان وژل شوي چې اکثره یې امنیتي عسکر دي خو چارواکي دا خبره نه مني چې ګواکې دا د ترهګرۍ یوه نوې څپه ده او دا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نتیجه ګڼي.

په وروستیو میاشتو کې چې د پښتونخوا په سوات او وزیرستان کې د ترهګرۍ کومې پېښې وشوې د پښتنو ملتپال سیاسي ګوندونه یې دغو سیمو ته د ترهګرو بیرته را ستنېدل ګڼي، خو اسلام اباد وایي د دې سبب په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدل دي ځکه چې وایي د پاکستان مخالف وسلوال هلته پټ دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونو ته دوام ورکوي.

پاکستاني چارواکو تایید کړې ده چې د روان 2022م کال په لومړیو نهو میاشتو کې وسلوالو په سلګونو حملې کړې دي چې وایي په هغوی کې تقریباً 350 پوځیان او د نورو امنیتي ادارو عسکر وژل شوي دي.

د دغو اکثرو بریدونو ذمه وارۍ تحریکِ طالبان پاکستان منلې دي او د کومو ذمه وارۍ چې دوی نه دي منلې چارواکو یې پړه پر همدې ډلې ور اچولې ده.

د پاکستان امنیتي چارواکو وي او اې ته وویل چې په روان کال کې وسلوالو پاکستاني طالبانو تر ټولو زیات بریدونه په پښتونخوا صوبه کې کړي دي چې وایي 96 پوځیان یې وژلي او لږ تر لږه 280 یې ټپیان کړي دي.

د پښتونخوا د پولیسو ادارې هم دا خبره تایید کړې ده چې په روان کال کې د وسلوالو په بریدونو کې 82 پولیس عسکر وژل شوي دي.

چارواکي وایي په روان 2022م کال کې نور وسلوال بریدونه د پاکستان په نورو صوبو کې شوې دي، وایي په هغوی کې زیاتې په بلوچستان کې وسلوالو بلوڅانو پر امنیتي ځواکونو کړي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو هم په دې موده کې د پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې وخت په وخت د پلټنې د عملیاتو رپوټونه ورکړي او د سلګونو وسلوالو د وژلو دعوې یې کړې دي.

د پښتونخوا په سوات سیمه کې تېره میاشت تر وسلوالو بریدونو وروسته سترې احتجاجي جلسې شوې دي چې زرګونو کسانو پکې ګډون کړی، په دغو احتجاجونو کې له حکومت او امنیتي ادارو څخه په کلکه د ترهګرۍ د بیا خپرېدو د مخنیوي غوښتنه شوې ده.

خو د پاکستان یوه پوځي‌ چارواکي دا خبره رد کړه چې ګواکې په پاکستان کې د وسلوالو فعالیتونه بیا زیات شوي دي او دعوه یې وکړه چې د ترهګرۍ خلاف د پوځ له خوا د څو کاله مبارزې په نتیجه کې اوس په هېواد کې امنیتي حالات ښه شوي دي.

دې پوځي چارواکي له دې کبله چې له رسنیو سره د رسمي خبرو اجازه یې نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ته وویل:

"په افغانستان کې د ځانګړو امنیتي حالاتو او د ترهګرو له خوا د پاکستان خلاف د افغان خاورې کارول کېدو له کبله د [پښتونخوا] په نویو ضلعو کې ټک ټوک او جلا پېښې شوې دي چې دا په تېرو کلونو کې د خونړیو وسلوالو بریدونو په نسبت د ترهګرۍ یوه نوې څپه نه شي ګڼل کېدای".

افغان طالبانو دا خبره بیا بیا کړې ده چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په ګډون د هیڅ بهرني هېواد په خلاف استعمالېدو ته نه پرېږدي او په تېر یوه کال کې یې د خپل حکومت له خوا د پاکستان او تحریکِ طالبان تر منځ د خبرو منځګړتوب کړی دی خو دا خبرې تر اوسه نه دي کامیابه شوې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وي او اې ته په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، دوی تیار دي چې د خپلو ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې ختمې کړې او وایي هر هغه څوک به د «غدارۍ» په تور نیسي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف استعمال کړي.

خو د پاکستان او د نړۍ د نورو هېوادونو په ګډون سیاسي څېړونکي لا هم د طالبانو پر دغو دعوو شکمن دي چې ګواکې دوی به په اغېزمنه توګه د هغو ترهګرو مخه ونیسي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته خطر پېښولای شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور پوليس لاين په جومات ترهګره بريد او د پښتنو پاڅونونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه


د امریکا صدر جوبایډن د سټېټ اف دي یونین وینا
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG