لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایف اې ټي ایف څلور کاله وروسته پاکستان له خړ فهرسته و ایست


واشنګټن ـــــ د پیسو د غیرقانوني لېږدولو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو د څار نړیوالې ادارې (ایف اې ټي ایف) نن د جمعې په ورځ پاکستان د هغو هېوادونو له خړ نوملړه و ایست چې تر زیاتې څارنې لاندې وو.

په پېرس کې تر غونډې وروسته د ایف اې ټي ایف ادارې مشر راجا کمار خبري غونډې ته وویل، چې پاکستان له 2018م کال راهیسې د دوی په خړ فهرست کې وو او نن ترې و ایستل شو:

"دا په یو وخت باندې دوه کاري پلانونه لري، د پاکستاني چارواکو له خوا تر ډېر کار وروسته دوی په اېکشن پلان کې شامل زیاتې سپارښتنې عملي کړې دي".

د ایف اې ټي ایف مشر وویل ادارې یې د اګست میاشتې په اخر کې پاکستان ته سفر کړی او تللي پلاوي یې د پاکستاني مشرانو لوړه اراده تایید کړې چې په راتلونکي وخت کې به د ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د لېږد د مخنیوي په برخه کې دوامداره کار کوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري د ایف اې ټي ایف د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG