لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: له طالبانو سره د خبرو او اړیکو لپاره د کوم دریم هېواد مرستې ته اړتیا نه شته


د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټامس ویسټ.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټامس ویسټ.

واشنګټن ـــــ د افغانستان د پاره د امریکا ځانګړي استاذي تامس ویسټ ویلي فکر نه کوي چې د افغان طالبانو سره د رابطو د پاره به (امریکا) د کوم دریم هېواد سهولت کارۍ ته ضرورت لري.

هغه ویلي دی پخپله او ملګري یې د طالبانو سره په مستقل ډول په رابطه کې دي او نه ګڼي چې د طالبانو سره یې نیغ په نیغه خبرو ته ضرورت دی.

د وایس اف امریکا اردو څانګې همکارې مونا کاظم شاه سره د یوې مرکې په وخت چې کله د نوموړي تامس ویسټ څخه پوښتنه وشوه چې آیا پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځه څه ځانکړې کار کولی شي چې په خبرو اترو کې اساني پیدا شي؟

تامس ویسټ وویل چې “رښتیا خبره دا ده د طالبانو سره ورته د دریم کوم هېواد ضرورت نشته نه ورته په کوم بل هېواد کې د سفارتکاری جاري ساتلو څه ضرورت شته”

ښاغلي ویسټ ویلي پاکستان کې دا وخت د تحریک طالبان لخوا په زیاتېدونکو بریدونو تشویش موجود دی او په تېر یو کال کې د ټي ټي پي لخوا په بریدونو کې کافي اضافه لیدل شوې ده-

تامس ویسټ وویل په عیني حال کې یې د پاکستان سفر کړی او هلته ورته د خارجه چارو ریاستي وزیرې حنا رباني کهر په څو وارې ملاقاتونو کې دغه تشویش څرګند کړی دی-هغه وویل پاکستان ته په سرحد دغه چېلنج د تحریک طالبان لخوا جوړ شوی خو دا نوې نه دی او پاکستان به یې بندوبست وکړی شي-

تامس ویسټ زیاته کړه چې تاسو پوهېږی ایمن الظواهري باندې برید ځکه شوی وو چې طالبانو هغه ته پناه ځای ورکړی وو.

نوموړي وویل چې څو اوونۍ وړاندې د هغه او نورو امریکايي چارواکو په دوحه کې د طالبانو سره ولیدل د دواړو تر منځ تعمیري خوی خپل کړی شوی او دا وخت د باور په بحالولو کې پرمخ روان دي:

"بېشکه افغانستان کې دا وخت د امریکا غټ قامي مفاد دا دی چې دغه هېواد یو وارې بیا د ترهګرو په ځالو بدل نشي چې امریکا ته ګواښونه ورکړي، غواړو چې په دې لړ کې طالبانو سره شراکت داري وکړي".

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې داعش دا وخت د امریکا او د ټولو افغانانو شریک دښمن دی او د افغان طالبانو سره یې د ترهګری ، القاعده او د داعش په ضد د طالبانو د روانو هڅو په موضوع خبرې اترې شوي دي:

"موږ نه وینو چې ګنې په دې لړ کې به امریکا او طالبان څه عملي کار وکړي ځکه چې طالبان وايي دا د دوي جنګ دی او د دوحه معاهدې مطابق به خپلې ژمنې پوره کوي".

د امریکا ځانګړي استازي وویل چې طالبانو سره یې کله هم خبرې کېږي نو لمړی خبره مو د بشري حقونو او په خاصا توګه د جینکو د تعلیم حق ورکولو په اړه وي ځکه چې ددې نه بله بهتره خبره نشي کېدلی چې یو میلین د پاڅه جینکو ته د تعلیم حاصلولو حق ورکړی شي-

هغه وویل دا به پخپله د طالبانو په ګټه وي که د جینکو د تعلیم اجازت ورکړی شي نو د معاشي چارو ماهرین وايي دا به د افغانستان په معیشت کې د یو بلینه ډالرو اضافه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG